ژبه

رویټرز: روسي کاروان د سوریې ساحلي تاسیساتو ته اکمالات رسولي

کشتی نجات نیروی دریایی روسیه «SB-36» در آب‌های بندر طرطوس سوریه – عکس آرشیف/Mil.ru via Wikimedia Commons

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۴

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې د پوځي او باروړونکو بېړیو یوه کاروان د دمشق او مسکو ترمنځ په سوریه کې د روسیې د پوځي حضور د راتلونکي په اړه د تېرې میاشتې له تړون وروسته، د لومړي ځل لپاره د سوریې هغو ساحلي تاسیساتو ته اکمالات رسولي چې له ډېر وخت راهیسې د مسکو پوځي ځواکونو ترې استفاده کوله.

له دې عملیاتو دوو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي چې دغه کاروان تېره اوونۍ د سوریې ساحلي تاسیساتو ته اکمالات انتقال کړي دي.

د راپور له مخې، دا عملیات لومړنۍ نښه ده چې ښيي مسکو د نوي تړون په چوکاټ کې د سوریې په طرطوس بندر او حمیمیم هوايي اډه کې د خپلو تاسیساتو اکمالاتو ته دوام ورکوي.

په راپور کې راغلي چې د نوي تړون له مخې، هغه غیرپوځي تاسیسات چې روسیه ترې استفاده کوي، سوریې ته سپارل کېږي، پوځي برخې به په ګډو روزنیزو مرکزونو بدلې شي او روسي ځواکونه به په دغو اډو کې پاتې شي.

د راپور له مخې، روسیې د حمیمیم هوايي اډې او طرطوس تاسیساتو له لارې په مدیترانې سمندر، منځني ختیځ او افریقا کې خپل حضور او فعالیتونه پراخ کړي دي. طرطوس هم په مدیترانې سمندر کې د روسیې د سمندري ځواکونو د بېړیو د ترمیم او اکمال یوازینی مرکز بلل کېږي.

رویټرز لیکلي چې مسکو د اګست د نهمې د تړون تر اعلان مخکې هم په وروستیو میاشتو کې دواړو ځایونو ته اکمالات رسولي وو، خو د تېرې اوونۍ عملیات د دغه تړون له اعلان وروسته د اکمال لومړنی مورد بلل کېږي.

رویټرز د بېړیو د تګ راتګ د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د سمندري معلوماتو له شرکت «سین‌مکس» سره په ګډه څېړل شوي، راپور ورکړی چې د روسیې د څلورو بېړیو یو کاروان د سپټمبر په اوومه طرطوس بندر ته رسېدلی و.

دمشق او مسکو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، د ۱۸ میاشتو خبرو اترو په پایله کې د حمیمیم او طرطوس د راتلونکي په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.