خوست (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د خوست د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند د دولتي نومرو په سیمه کې د پخوانیو ناچاوده توکو د چاودنې له امله یو ۱۵ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوې نجونې ټپیانې شوې دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، پېښه پرون مازدیګر شاوخوا ۵:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
هغه وایي چې د لومړنیو پلټنو له مخې، چاودنه د پخوانیو ناچاوده توکو له امله شوې ده.
احرار زیاتوي چې د ټپیانو له ډلې د یوې نجلۍ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.