کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي وایي، تهران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل شرطونه د قطر له لارې واشنګټن ته لېږدولي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ته په تمه دی.
هغه دغه راز د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د قطر او پاکستان د منځګړیتوب د هڅو له دوام څخه خبر ورکړی دی.
رضایي له الجزیرې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ایران لا هم له قطر سره د منځګړي په توګه په تماس کې دی او دغه هېواد د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د تهران شرطونه واشنګټن ته رسولي دي.
هغه په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسېدل، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل او د سمندري محاصرې پای ته رسېدل د تهران له شرطونو بللي او ویلي یې دي چې ایران د ټرمپ ځواب ته په تمه دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د پخواني تفاهملیک د اعتبار له پای ته رسېدو وروسته قطر او پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره هڅې کوي. رضایي هم ویلي چې تهران، له خبرو اترو سره د چمتووالي ترڅنګ، پر ایران د امریکا د بیاځلي برید احتمال نه ردوي او د داسې وضعیت لپاره چمتووالی لري.
هغه ویلي چې د تېرو پړاوونو له نښتو وروسته د ایران پوځي پلانونه بدل شوي او اوس یې د تمرکز یوه مهمه برخه له فارس خلیج څخه تر عمان خلیج او عربي سمندر پورې د امریکا پر سمندري پوځي شتمنیو ده.
رضایي د جګړې د پای په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي: «په عملي ډول جګړه لا هم روانه ده»، خو تهران د یوې نوې تګلارې له مخې هڅه کوي چې دغه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
رضایي د مرکې په بله برخه کې د امریکا هغه تور رد کړی چې ګواکې ایران په هرمز تنګي کې پر یوه تېلوړونکي بېړۍ له برید وروسته پخوانی تفاهملیک نقض کړی دی. هغه ویلي چې د ایران اقدامات په بندرعباس او هلته د ایران پر یوه څارنیز مرکز د امریکا له بریدونو وروسته شوي دي.
هغه ویلي، د پخواني تفاهم له مخې باید اختلافات د شخړو د هواري د هغې کمېټې له لارې څېړل شوي وای چې د ایران د پارلمان د مشر محمدباقر قالیباف او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جيډي ونس ترمنځ پرې هوکړه شوې وه؛ د رضایي په خبره، واشنګټن په یو اړخیز ډول له دغه میکانیزم څخه وتلی دی.
رضایي د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم ویلي چې تهران تر اوسه د اټومي وسلو د نه پراختیا له تړونه د وتلو پرېکړه نه ده کړې، خو خبرداری یې ورکړی چې د فشارونو او بندیزونو دوام یا د ایران د اټومي دوسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کېدل، ښایي د تهران پر راتلونکو پرېکړو اغېز وکړي.
هغه دغه راز د یمن په جګړه کې د ایران لاسوهنه رد کړې او ویلي یې دي چې تهران د ښکېلو لورو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی. نوموړي د بابالمندب تنګي د احتمالي تړل کېدو په اړه ویلي چې دا موضوع په یمن او د حوثیانو په پرېکړې پورې اړه لري، نه په ایران.
رضایي همدارنګه ویلي چې ایران او عمان مخکې د هرمز تنګي په اړه یوې هوکړې ته ډېر نږدې شوي وو؛ د هغه په خبره، دغه هوکړه چمتو ده، خو ښایي تر اعلان مخکې د سیمې د هېوادونو ملاتړ ته اړتیا ولري.
له دې مرکې څو ساعته وروسته رضایي په یوه جلا پیغام کې ولیکل چې ایران له هر ډول خبرو اترو د پیل لپاره خپل «اووه شرطونه» د امریکا حکومت ته رسولي دي. هغه د دغو اوو شرطونو جزئیات نه دي ویلي، خو لیکلي یې دي چې واشنګټن له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره باید «د ایران حقوق او شرطونه» ومني.