کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): ټاکل شوې چې د چین ولسمشر شي جینپینګ د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ امریکا ته ورسېږي او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ به واشنګټن ته څېرمه د اندروز په پوځي اډه کې د هغه هرکلی وکړي.
اسوشیټېډپرېس د امریکا د حکومت د لوړپوړو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ به د شي جینپینګ د الوتکې د کښته کېدو پر مهال واشنګټن ته څېرمه د اندروز په پوځي اډه کې حاضر وي. دغه خبري اژانس دا یو غیرمعمول اقدام بللی، ځکه چې ټرمپ معمولاً له بهرنیو مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري.
سرچینه لیکي چې د شي جینپینګ د دولتي سفر اصلي پروګرام به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي او ټاکل شوې چې ټرمپ او مېرمن یې ملانیا د شي جینپینګ او مېرمن یې پینګ لییوان رسمي هرکلی په سپینه ماڼۍ کې وکړي.
د راپور له مخې، ټرمپ او شي به د سپینې ماڼۍ په ګلاب باغ کې په پوځي مراسمو کې هم ګډون وکړي او وروسته به د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړي.
اسوشیټېډپرېس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې سوداګریزې تعرفې، د نادرو کانیزو موادو عرضه او مصنوعي ځیرکتیا به د دواړو لورو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.
د راپور له مخې، شي او مېرمن به یې د پنجشنبې په شپه په سپینه ماڼۍ کې د دولتي مېلمستیا مېلمانه وي او ټرمپ او شي به په دغو مراسمو کې ویناوې هم وکړي.
دغه خبري اژانس زیاتوي چې شي او مېرمن به یې د جمعې په ورځ بیا سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي او له ټرمپ او مېرمنې سره تر خصوصي چای څښلو وروسته به د امریکا له ملي ارشیف څخه لیدنه وکړي؛ وروسته به د چین ولسمشر د اندروز له پوځي اډې خپل هېواد ته ستون شي.
په راپور کې راغلي چې امریکا ته د شي جینپینګ دا سفر به له ۲۰۱۵ کال وروسته د هغه لومړی دولتي سفر وي؛ نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال امریکا ته سفر کړی و.
ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې چین ته سفر کړی و او په بېجینګ کې یې له شي جینپینګ سره لیدلي وو؛ سپینې ماڼۍ وروسته اعلان کړی و چې د امریکا ولسمشر به په مني کې په واشنګټن کې د شي کوربه وي.