کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د ایران قضایه قوې د دغه هېواد د یوه وګړي حسین پدران د اعدام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هغه د اسراییل په ګټه د جاسوسۍ او استخباراتي همکارۍ او موساد ته د اصفهان د پوځي او توغندیزو مرکزونو د معلوماتو د ورکولو په جرم محکوم شوی و.
د ایران قضایه قوې اړوند میزان خبري اژانس راپور ورکړی چې د پدران د اعدام حکم د قضایي پړاوونو له بشپړېدو او د دغه هېواد د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوی دی.
د میزان د راپور له مخې، د ایران قضایي چارواکو ویلي چې پدران د پوځي ځایونو، توغندیزو موضوعاتو، کارکوونکو او د هغوی د شخصي معلوماتو په اړه حساس او محرم معلومات موساد ته ورکړي وو.
سرچینه زیاتوي چې پدران لومړی د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) ته د همکارۍ لپاره پیغام استولی و، خو ځواب یې نه و ترلاسه کړی او وروسته یې له موساد سره اړیکه ټینګه کړې وه.
د ایران د قضایه قوې په وینا، هغه له د موساد له یوه افسر سره تر اړیکې وروسته د راپورونو د لېږلو او کوډ شوو اړیکو په برخه کې روزنه ترلاسه کړې وه او څو ځله یې په یورو پیسې هم ترلاسه کړې وې.
دغه رسنۍ همداراز راپور ورکړی چې د پدران د کور د پلټنې پر مهال د توغندیزو موضوعاتو اړوند یوه کتابچه چې «ډېر محرم» معلومات پهکې وو، څو کوډ شوې حافظې او د پټې عکاسۍ او ویډیو اخیستنې وړتیا لرونکې وسیله موندل شوې ده.
د ایران قضایه قوې ویلي، ځینې هغه ځایونه چې پدران یې معلومات موساد ته ورکړي وو، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په نښه شوي وو او د دغو مرکزونو یو شمېر کارکوونکي پهکې مړه یا ټپیان شوي وو.