ژبه

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند بایللی

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۰۸:۳۲

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپیان دي؛ د غزې د روغتیا وزارت د عمومي رییس زوی بصیر البرش هم په ژوند بایللو کسانو کې شامل دی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) راپور ورکړی چې د غزې ښار ختیځ، د شجاعیې پر سیمه د اسرائیلو په برید کې یوه فلسطیني ژوند بایللی دی.

د راپور له مخې، یوې فلسطینۍ نجلۍ هم د نصیرات کډوالو کمپ په شمال کې د اسرائیلو په ډزو کې تر ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې.

وفا زیاتوي چې د غزې په شمال کې د جبالیا کډوالو کمپ لوېدیځ لور ته د اسرائیل د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یوه فلسطیني ځوان ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې په دغه برید کې ژوند بایللی کس بصیر البرش، د غزې د روغتیا وزارت د عمومي رییس منیر البرش مشر زوی و. د راپور له مخې، په همدې برید کې یو بل کس هم سخت ټپي شوی دی.

په یوه بله پېښه کې د اسرائیل یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غزې ښار په شیخ رضوان سیمه کې یو ملکي موټر په نښه کړی دی.

الجزیرې د غزې د ملکي دفاع ادارې له قوله راپور ورکړی چې په دغه برید کې یوه کس ژوند بایللی او لږ تر لږه څلور نور، د دوو ماشومانو په ګډون، ټپیان شوي دي. وفا هم پر یاد موټر په برید کې د یوه کس د ژوند بایللو خبر ورکړی دی.

وفا دغه راز راپور ورکړی چې د غزې تړانګې په مرکزي برخو کې په جلا پېښو کې د المغازي کډوالو کمپ ختیځ ته یو ځوان سخت ټپي شوی دی. په همدې سیمه کې یوه ښځه هم د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ټپي شوې او روغتون ته لېږدول شوې چې روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې د البریج کډوالو کمپ کې یو ماشوم هم د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ټپي شوی دی.