کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کمپ ډېوېډ ته خپل د اونۍ سفر یوه ورځ له ټاکلي وخت مخکې پای ته رسولی؛ هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې امریکايي وګړو ته تازه امنیتي خبرداری ورکړی دی.
فرانسپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د شنبې په ماښام د مریلینډ ایالت په ډېوېډ کمپ کې د ولسمشرۍ له استوګنځي څخه واشنګټن ته ستون شو، په داسې حال کې چې د مخکیني مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه هغه د یکشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته ستون شي.
سپینې ماڼۍ تر اوسه د ولسمشر د مهالوېش د ناڅاپي بدلون لامل نه دی اعلان کړی.
همدارنګه تر اوسه نه ده روښانه چې واشنګټن ته د ټرمپ له ټاکلي وخت مخکې ستنېدل د منځني ختیځ له وروستیو تحولاتو سره تړاو لري که نه.
دا په داسې حال کې ده چې د راپور له مخې، د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې د شنبې په ورځ یې د حوثیانو له خوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی شنډ کړی دی.
حوثیانو هم ویلي چې په توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې په سعودي عربستان کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.
فرانسپرس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په سیمه کې د دغه هېواد یو شمېر سفارتونو امریکايي وګړو ته تازه امنیتي خبرداري صادر کړي دي. په دغو خبرداریو کې د وضعیت د «ناڅاپي خرابېدو» احتمال یاد شوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روانه پوځي شخړه ښایي په چټکۍ سره پراخه شي.
د همدې راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو امریکايي وګړو چې له منځني ختیځه بهر دي غوښتي چې سیمې ته پر سفر یا له سیمې د تېرېدو په اړه جدي بیاکتنه وکړي. په خبرداریو کې دغه راز د سفرونو د ګډوډېدو، د الوتنو د لغوه کېدو او د هوايي حریم د احتمالي تړل کېدو یادونه شوې ده.