ژبه

د لوګر موزیم ته څلور لرغوني اثار وسپارل شول

هجرت‌الله کاکړ

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۲

Views: ۷

پل‌علم (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د لوګر دوو اوسېدونکو د دغه ولایت موزیم ته د اسلامي دورې اړوند څلور لرغوني اثار سپارلي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوګر د موزیم د مدیر محمدامین ناصري له قوله پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد اثار د اسلامي دورې اړوند دي او له پخې خټې جوړ شوي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې د دغو تاریخي اثارو سپارل د هېواد د لرغوني فرهنګي میراث د ساتنې او تاریخي اثارو خونديتوب برخه کې مهم ارزښت لري.

خبرپاڼه کاږي چې اوس‌مهال د لوګر په موزیم کې شاوخوا ۲۰۰ تاریخي اثار او لاسي صنایع ساتل کېږي.