ژبه

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سرطان تخصصي خیریه روغتون جوړولو طرحه تصویب کړه

احمد صهیب حسرت

۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۹

Views: ۳

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د دې خونې اجرائیه پلاوي د «سرطان تخصصي خیریه روغتون» د جوړېدو طرحه، چې په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ بستره ولري، تصویب کړې ده.

د دې خونې د خبرپاڼې له مخې، د اجرائیه کمېټې څوارلسمه غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس سیدکریم هاشمي په مشرۍ او د مرستیالانو، رهبري پلاوي د غړو او اړوندو مسوولینو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سرطان تخصصي خیریه روغتون د جوړېدو طرحه د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه وه چې د اجرائیه کمېټې غړو پرې بحث وکړ او د رایو په اکثریت یې تصویب کړه.

ټاکل شوې چې دغه روغتون په لومړي پړاو کې د ۱۰۰ بسترو په ظرفیت جوړ او د سرطان ناروغانو، په ځانګړې توګه بې‌وزلو او اړمنو ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

سیدکریم هاشمي ویلي چې د سرطان د تشخیص او درملنې لوړ لګښتونه د افغانانو یو شمېر کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

هغه د سوداګرو او پانګه‌والو د ټولنیز مسوولیت په اړه ویلي چې دغه روغتون د یوه ځانګړي کس یا ادارې پروژه نه ده، بلکې یوه بشري او ملي طرحه ده چې د سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه کسانو او خلکو په ګډون او د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ به عملي شي.

هاشمي زیاته کړې چې د ۱۰۰ بسترونو جوړول د دې طرحې پیل دی او هڅه به وشي چې په راتلونکي کې د روغتون ظرفیت او خدمات پراخ شي او دغه مرکز په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې پر یوه معیاري مرکز بدل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ځمکې، نقشې او ډیزاین، طبي وسایلو، د سرطان اړوندو تخصصي برخو، لګښتونو او مالي سرچینو، د خصوصي سکتور د مشارکت، د اړوندو دولتي ادارو د همکاریو او د روغتون د مدیریت د څرنګوالي د ارزونې لپاره یوه مسلکي کمېټه جوړه شي.

دغې کمېټې ته د پروژې د جامع اجرائیوي طرحې د چمتو کولو دنده سپارل شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس له سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه کسانو او خلکو هم غوښتي چې د خپل توان مطابق د دغه روغتون د جوړېدو او تمویل په برخه کې ونډه واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې غونډې په دوام کې پر یو شمېر نورو اقتصادي، اداري او اجرائیوي موضوعاتو هم بحث او پرېکړې شوې دي.