کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د درېیو امریکايي رسنیو خبریالان وروسته له هغه بېرته سپینې ماڼۍ ته ننوتل چې یوه فدرالي قاضي د هغوی د لاسرسي د بندیز د لغوه کولو امر وکړ.
د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې، سياېناېن، اېماېس ناو او پولیټیکو شبکې د څو ورځو لپاره سپینې ماڼۍ ته له ننوتو منع شوې وې؛ خو قاضي تیموتي کیلي تېره ورځ (پنجشنبه) امر وکړ چې د دغو درېیو رسنیو د خبریالانو لاسرسی بېرته برقرار شي.
قاضي کیلي ویلي، دغو درېیو رسنیو د موقتي قضايي حکم د ترلاسه کولو لازم شرایط پوره کړي او احتمال شته په خپله قضیه کې ثابته کړي چې د دوی د خبریالانو د ننوتو اجازهلیکونه د قانوني بهیر له رعایت پرته لغوه شوي دي.
د دغه حکم له صادرېدو وروسته، د سپینې ماڼۍ چارواکو د خبریالانو د ننوتو کارتونو د بېرته فعالولو بهیر پیل کړ او د دغو درېیو رسنیو خبریالانو ته د پنجشنبې په ورځ د ننوتو اجازه ورکړل شوه.
خو سياېناېن او اېماېس ناو ویلي چې خبریالانو ته یې په سپینه ماڼۍ کې د دولتي مېلمستیا لپاره د چین د ولسمشر شي جینپینګ د راتګ په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.
د قاضي حکم د ۱۴ ورځو لپاره اعتبار لري او نوموړي دواړو لورو ته د اکتوبر تر پنځمې پورې وخت ورکړی، څو د اوږدمهاله حکم د صادرېدو په اړه خپل دلایل وړاندې کړي.
خو د قاضي په دغه حکم کې سياېناېن ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې بېرته د رسنیو هغې ډلې ته ور وګرځي چې په نوبتي ډول د امریکا د ولسمشر پروګرامونه ثبتوي او ویډیوګانې او انځورونه له نورو رسنیو سره شریکوي.