کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو ۸۱مه سرمشریزه کې فرانسې، برېتانیا او کاناډا د فلسطین د دولت له جوړېدو او د دوهدولتي حللارې عملي کېدو لپاره د هڅو ملاتړ وکړ. همدارنګه، کاناډا اعلان وکړ چې فلسطینیانو ته د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیون کاناډايي ډالر ځانګړي کوي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې غزې ته د بشري مرستو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه وغندل او ویې ویل چې په دې سیمه کې د خلکو کړاو باید «د ټولو لپاره د شرم وړ» وي.
مکرون زیاته کړې: «که د غزې د وضعیت پر وړاندې همداسې بېپروا پاتې شو، نو زموږ اعتبار به څه وي؟»
هغه ویلي چې د اوربند له ټینګېدو وروسته هم د څه مودې لپاره بشري لارې نه وې پرانیستل شوې.
د سرچینې په خبره، د فرانسې ولسمشر په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو اقدامات هم وغندل او ویې ویل چې د اسرائیلو د امنیت د تامین په نوم د سیمې د هېوادونو حاکمیت نقضول، د هغه په باور، د اسرائیلو امنیت کمزوری کوي.
په راپور کې راغلي چې مکرون دغه څرګندونې د فلسطین د دولت د جوړېدو په اړه په یوه ناسته کې، چې د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنهام، د کاناډا لومړي وزیر مایک کارني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم پکې ګډون درلود، کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې برنهام په دې ناسته کې وویل، د دوهدولتي حللارې په عملي کولو کې ناکامي به د هغو سیاستوالو پر وړاندې د خلکو باور نور هم کمزوری کړي چې له څو لسیزو راهیسې د دې موضوع په اړه خبرې کوي.
برنهام همدارنګه په لوېدیځه غاړه کې له اسرائیلي مېشتځایونو سره د برېتانیا د سوداګرۍ د بندیز اعلان وکړ او د «E1» د مېشتځای جوړولو پروژه یې د دوهدولتي حللارې عملي کېدو د مخنیوي لپاره اقدام وباله.
په راپور کې ویل شوي چې د کاناډا لومړي وزیر مایک کارني په دې ناسته کې اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطینیانو ته د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیون کاناډايي ډالر، چې شاوخوا ۷۱ میلیون امریکايي ډالر کېږي، ځانګړي کوي.
د هغه په وینا، د دې مرستې ۸۰ سلنه به د مستقیمو بشري مرستو او ۲۰ سلنه به د سولې او امنیت د ملاتړ لپاره ولګول شي. د سولې او امنیت برخه کې د کاناډا هغه څوکلن پروګرام هم شامل دی چې له مخې یې په لوېدیځه غاړه کې فلسطیني پولیس روزل کېږي.
کارني وویل چې په غزه کې فلسطینیان لا هم له پراخو بشري کړاوونو سره مخ دي او اسرائیلیان هم د حماس او ایران له لوري له ګواښونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، کاناډا په غزه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې د فلسطیني ملکي وګړو لپاره تر اوسه له ۶۰۰ میلیون کاناډايي ډالرو ډېره مرسته ژمنه کړې چې شاوخوا ۴۲۶ میلیون امریکايي ډالر کېږي.