کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره له لیدنې وروسته ویلي چې کييف د روسیې د نفتو او انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې مسکو هم د اوکراین د انرژۍ او پر نورو تاسیساتو بریدونه ودروي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي پرون (سهشنبه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي دي.
د راپور له مخې، دې لیدنې شاوخوا ۴۰ دقیقې دوام کړی او دواړو لورو د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچ کمولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
زلېنسکي له دې لیدنې وروسته ویلي چې خبرې «مثبتې او رغنده» وې او دواړو لورو د کړکېچ کمولو او د سولې خبرو لپاره د زمینې برابرولو پر ګامونو بحث وکړ.
هغه د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي: «موږ د انرژۍ پر تاسیساتو د اوربند لپاره چمتو یو؛ که هغوی نه غواړي چې موږ د دوی پر ډېزلو او د تېلو پر تصفیهخونو بریدونه وکړو، موږ چمتو یو، خو په دې شرط چې هغوی هم زموږ د برېښنا پر شبکې، د تودوخې پر تاسیساتو او د اوبو پر سرچینو برید ونه کړي.»
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې له ټرمپ سره په لیدنه کې د روسیې پر نفتي صنعت د اوکراین د بریدونو یو اړخیز درولو په اړه کومه هوکړه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ له دې لیدنې مخکې ویلي وو چې د روسیې د تېلو پر تصفیهخونو د اوکراین بریدونه به له زلېنسکي سره د خبرو له موضوعاتو وي او دواړه لوري به د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو هم خبرې وکړي.