ژبه

افغان ابدالیان په اسیایي المپیکي سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه

هجرت‌الله کاکړ

۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۹

Views: ۳

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډله په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې د اتو غوره لوډلو پړاو ته ووته او په دغه پړاو کې به له هند سره لوبه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن پژواک ته وویل چې افغان ابدالیان لوبډلې په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې د اتو غوره لوبألو پړاو (کوارټر فاینل) ته لار پیدا کړه.

هغه زیاته کړه چې افغان ابدالیان لوبډله به په دغه پړاو کې له هند سره لوبه ترسره کړي.

نوموړی وایي، د افغانستان او هند ترمنځ لوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ سهار نهه‌نیمې بجې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د  افغان ابدالیانو لوبډلې بل پړاو ته د تګ چانس هغه مهال برابر شو چې نن شنبه د تلې په څلورمه د جاپان او نیپال ترمنځ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

افغان ابدالیان لوبډلې د شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې جاپان ته ماتې ورکړې وه خو دویمه لوبه یې نیپال ته وبایله.

دغه‌راز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.