ژبه

د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ سیالیو لپاره له زرو ډېرو لوبغاړو نوم‌لیکنه کړې ده

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۹

Views: ۳

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ (APL) دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوم‌لیکنه پای ته رسېدلې او له زرړ ډېرو لوبغاړو نومونه ثبت کړي چې ۵۰۰ یې بهرنیان دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نن پژواک ته وویل چې د افغانستان کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ «APL»  دویم پړاو سیالیو لپاره له ۱۰۰۰ څخه ډېرو لوبغاړو نوم‌لیکنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، په یادو لوبغاړو کې ۵۰۰ یې بهرنيان دي.

د نوموړي په خبره د یادو سیالیو لپاره نوم‌لیکنه د روانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وه او په ۱۹مه پای ته ورسېده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.

دغه‌راز، د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې ګدون کوي.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.