ژبه

د کابل له نړۍوال هوايي ډګره په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۱۱۰۰ کارګو الوتنې ترسره شوې دي

احمد صهیب حسرت

۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل له نړۍوال هوايي ډګره نږد ۱۱۰۰ کارګو الوتنې ترسره شوې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼه له مخې، په دې کې ۱۱۱ ځانګړې کارګو الوتنې دي چې د ۷۵۳۵.۰۹۷ ټنه توکو صادارات او واردات يې ترسره کړي او ۹۶۵ مسافروړونکي کارګو الوتنې دي چې شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټنه توکي يې لېږدولي دي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې کارګو او ګډې الوتنې د بېلابېلو هوايي شرکتونو له خوا هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کارګو الوتنو د لا پراختیا او د سوداګرو د لګښتونو کمولو په موخه په یو شمېر خدماتو کې د پام وړ تخفیفونه هم منظور شوي دي.

یاد وزارت لیکلي، د هوايي چلند د امنیت فیس چې مخکې د هر ټن کارګو لپاره ۱۰۰ امریکايي ډالر و، اوس ۱۰ ډالرو ته راکښته شوی او همدارنګه د ځمکنيو خدمتونو فیس چې مخکې د هر ټن لپاره ۹۶ ډالر و، اوس ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ‎سربېره پر دې، د منظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره په اړوندو خدماتو کې ۲۵ سلنه تخفیف او د غیرمنظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا اسانتیاوې د هوايي کارګو د لېږد د لګښتونو کمېدو، د هوا له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې د اسانتیا او له نړۍوالو بازارونو سره د هېواد د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوې دي.