ژبه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی بلاروس ته ولاړ

هجرت‌الله کاکړ

۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ، د بلاروس په دویم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه سفر په ترڅ کې له نړیوال صنعتي نندارتون څخه لیدنه وکړي او د ګډون کوونکو هېوادونو په عمومي غونډه کې هم ګډون وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی به همدارنګه د بلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي به په دغو لیدنو کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، صنعتي او کرنیزو همکاریو، پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نویو فرصتونو خبرې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، تمه ده چې دغه سفر د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صنعتي همکاریو د زیاتوالي او د پانګونې د جذب لپاره زمینه برابره کړي.