کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت وایي، د هرمز تنګي کلابندي لا هم ټینګه ده او که ایران خپل چلند بدل نه کړي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام لپاره بېلابېل انتخابونه لري.
اسوشیتدپرس د هېګسېت له قوله راپور ورکړی چې نوموړي خبریالانو ته ویلي: «ایران غواړي د هرمز تنګي په څېر موضوعاتو کې لوبې وکړي؛ هغوی یې کنټرول نه لري، موږ یې لرو.»
هغه ادعا کړې چې د امریکا کلابندي تر اوسه ټینګه پاتې شوې او د یاد تنګي له لارې د تګ راتګ کچه نږدې د جګړې له مخکینۍ کچې سره برابره شوې ده.
هېګسېت زیاته کړې: «موږ ځان په ډېر قوي موقف کې وینو. ایران باید سم انتخاب وکړي؛ که یې ونه کړي، ولسمشر به ټول اړین انتخابونه په لاس کې ولري.»
د امریکا دفاع وزیر دغه راز ویلي، ټرمپ هوډ لري چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
هغه ویلي: «پیغام ډېر ساده دی؛ ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرمز تنګي، اټومي پروګرام او روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه غیرمستقیمې خبرې تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلې.
ایراني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د هرمز تنګي د بیاپرانیستو لپاره باید امریکا ایران سمندري کلابندي پای ته ورسوي؛ تهران ویلي، د تنګي د بیاپرانیستو لپاره یې خپل شرایط هم د منځګړو له لارې واشنګټن ته سپارلي دي.
دغه راز ایراني چارواکو تر دې مخکې د ټرمپ د ورته ګواښونو په غبرګون کې ویلي وو چې تهران تر فشار او ګواښ لاندې مذاکره نه کوي او د امریکا هر نوی پوځي اقدام به له سخت ځواب سره مخ شي.