ژبه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

سهراب سروري

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۲

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د بدخشان د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ مسوولینو د دې پروژې بشپړېدل مهم اقتصادي ګام وباله؛ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د هېواد د بیارغونې او پراختیا د دوام غوښتنه وکړه؛ نوموړي دغه‌راز خبرداری ورکړ چې د نظام پر وړاندې هر ډول «بغاوت» به وځپل شي.

دغه سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، له بروغیل پولې بیا له چین سره تر صفري نقطې پورې ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د واخان سړک په دوو پړاوونو کې جوړ شوی او د جوړولو ټول لګښت یې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ شوی دی.

د دغه سړک د پرانیستلو مراسم نن (یکشنبه) د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو په حضور کې ترسره شول.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور له واخانه د چین تر پولې د سړک د پرانیستلو مراسمو کې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا د بهیر پر دوام ټینګار کړی دی.

نوموړي د امنیت ټینګښت او د اداري چارو د ښه کېدو په اړه ویلي چې د هېواد د بیارغونې لپاره شرایط برابر شوي او باید له دغه فرصته ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړې چې د وزیرانو او والیانو په ګډون حکومتي مسوولین د پروژو قراردادیان نه دي.

منصور د نظام مخالفانو ته هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانان د هيچا د وینې تویېدل حلال کار نه ګڼي، خو چا چې افغانان وژلي د هغوی د وینې غچ یې اخیستی دی.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې د جګړې او شخړو پر ځای د حکومت جوړونې، د هېواد پر بیارغونې او ابادۍ تمرکز کړی دی.

د نوموړي په وینا، هر هغه څوک چې د نظام پر وړاندې «بغاوت» وکړي، حکومت به ورسره جدي چلند وکړي.

هغه ویلي چې جګړې نور مشروعیت نه لري او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو فیزیکي حضور او د هغوی سیاستونه پای ته رسېدلي دي.

د بدخشان والي ملا رحمت‌الله نجیب هم په دغو مراسمو کې په دغه ولایت کې د ناامنۍ په اړه ځیني راپورونه رد کړي او ناسم تبلیغات یې بللي دي.

هغه ټینګار کړی چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او هيچا ته به د نظام پر وړاندې د فعالیت او تحرک اجازه ورنه کړل شي.

هغه د نظام مخالفانو ته په خطاب کې زیاته کړې چې د بدخشان هيڅ سیمه د اسلامي امارت له کنټروله بهر نه ده او په ټول ولایت کې امنیت ټینګ دی.

د بدخشان والي زیاته کړې: «یا به وژل کېږئ او یا به اسیر او ذلیله کېږئ.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت هم په دغو مراسمو کې ویلي چې د واخان د اوسېدونکو ۱۰ اساسي ستونزې د اسلامي امارت له مشر سره شریکې شوې او د حل لپاره یې لازم اقدامات شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د مخابراتي شبکو فعالول، د تذکرو وېش، روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د ښوونځیو جوړول او د سړکونو جوړول د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له اساسي ستونزو وې چې حکومت ورته رسېدنه کړې ده.

فطرت ویلي چې اسلامي امارت په هېواد کې پر متوازن پرمختګ باور لري او هوډ لري چې د هېواد لرې پرتې سیمې هم د اساسي خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي.

بلخوا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ساختماني چارو مرستیال محمد ارسلا خروټي هم ویلي چې د پامیر اوسېدونکي په تېرو وختونو کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ وو.

نوموړي زیاته کړې چې په واخان کې اداري واحدونه، روغتیايي کلینیکونه او نور اړین خدمات فعال شوي او اسلامي امارت د متوازن پرمختګ د تګلارې له مخې تر یوه بریده د پامیر د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.

هغه د واخان سړک پرانیستل په دې سیمه کې یوه له سترو او مهمو پروژو بللې او ویلي یې دي چې د دغه سړک په ګټې اخیستنې سره به د واخان د اوسېدونکو ستونزې حل او اقتصاد به یې پیاوړی شي.

د واخان ولسوال مولوي وجیه‌الدین هم د واخان سړک د پرانیستلو مراسمو کې ویلي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د لا ډېرو پروژو، په ځانګړي ډول د روغتیا برخه کې، د پلې کېدو غوښتنه کوي.

هغه ویلي چې مخکې هیچا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به دغه سړک جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

مولوي وجیه‌الدین د واخان سړک پروژې بشپړېدو برخه کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له هڅو مننه کړې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارته یې هم غوښتي چې له بروغیل پولې څخه تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د سړک جوړولو لپاره هم اقدام وکړي.