کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د هېواد له ښوونکو څخه د هغوی د هڅو له امله مننه کړې او زدهکړې یې د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي بللې دي.
کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې ښوونکو، له محدودو امکاناتو او سختو شرایطو سره سره، د هېواد د راتلونکي نسل په روزنه او پالنه کې خپله «ملي دنده» په صداقت، وفادارۍ او ژمنتیا ترسره کړې ده.
هغه زیاته کړې: «همدا ښوونکي دي چې ټولنه د علم رڼا ته رسوي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې ښوونکي د پوهې پر بنسټ سمبال ځوانان روزي او باسواده ځوانان کولی شي د هېواد د دفاع او ساتنې، ځانبساینې او باعزته ژوند زمینه برابره کړي.
کرزي د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي ورځې مبارکي ویلې او د افغانستان د نجونو او هلکانو لپاره یې د زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د ټولو لپاره د علم زدهکړه د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي ده.
هغه په پای کې د هېواد ټولو «قدردانو او زیارکښو» ښوونکو ته د ښوونکي ورځې مبارکي ویلې ده.