ژبه

د ایران د پارلمان يو پلاوی کابل ته راورسېد

سهراب سروری

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۴

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان-ایران ګډې خونې ویلي چې د ایران د پارلمان د تولید د ملاتړ ځانګړي کمېسیون د ريیس محسن زنګنې په مشرۍ يو پلاوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی دی.

د افغانستان-ایران ګډې خونې نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خونې رييس کمال‌الدين توحيد ياد پلاوي هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې د ایران پارلماني پلاوی د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره لیدنې وکړي.

ویل شوي چې په دغو لیدنو کې به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر اسانتیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې پر لوړولو خبرې وشي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه‌راز د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو لپاره به نوي فرصتونه هم وڅېړل شي.