کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، که د نوي کابل ښار اړوند د «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي پانګهوال خپل پاتې قسطونه تحویل نه کړي او پر ورکړل شوو ځمکو د قرارداد له شرایطو سره سم فابریکې جوړې نه کړي، قراردادونه به یې فسخه او ځمکې به یې نورو پانګهډوالو ته ووېشل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګهوالو سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې په یاد ښارګوټي کې د پانګونې، صنعتي فعالیتونو او شته ستونزو په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، حقاني ویلي چې د اسلامي امارت مشران ټول هېوادوال او پانګهوال د خپلې کورنۍ غړي ګڼي او د هغوی د ستونزو د حل او چارو د سمون لپاره په پوره صداقت او امانتدارۍ کار کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو ادارو کې د رامنځته شوو ستونزو له امله د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي په ځینو برخو کې هم ستونزې موجودې وې، خو د دغو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات شوي او اوس په یاد ښارګوټي کې د پام وړ پانګونه روانه ده.
حقاني ویلي، هغه پانګهوال چې پخوا یې په یاد صنعتي ښارګوټي کې ځمکې ترلاسه کړې، خو تر اوسه یې پر ځمکو صنعتي فعالیتونه نه دي پیل کړي او یا یې د قراردادونو له مخې پاتې قسطونه نه دي تحویل کړي، ټینګار وکړ چې د خپلو تعهداتو عملي کولو ته باید جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، که یاد پانګهوال خپل پاتې قسطونه تحویل نه کړي او پر ترلاسه کړو ځمکو د قراردادونو له شرایطو سره سم فابریکې جوړې نه کړي، قراردادونه به یې فسخه او ځمکې به نورو پانګهډوالو ته ورکړل شي.
د نوموړي په خبره، د دې پرېکړې موخه له صنعتي ځمکو اغېزناکه ګټه اخیستنه، د پانګونې د بهیر چټکتیا او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
ورپسې، پانګهوالو خپلې څرګندونې وکړې د کور او ښار جوړولو وزارت د وزیر له دریځه یې ملاتړ څرګند کړ او د خدماتو د ښهوالي، د اصلاح شوي پلان د جوړېدو او عملي کېدو برخه کې یې د وزارت له هڅو مننه وکړه.
پانګهوالو همداراز د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د لا ښه پرمختګ او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا په موخه د برېښنا برابرولو، د سړکونو جوړولو او یو شمېر نورو خدماتي ستونزو یادونه او د حل غوښتنه یې وکړه.