کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د کابل ښار د شیخ زاید ښارګوټي د اوسېدونکو استازی وایي، د دغه ښارګوټي د ۵۲۱ اپارتمانونو مالکان د قسطونو د نه بشپړېدو له امله د خپلو کورونو د بېرته اخیستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د کورونو تر تخلیې مخکې د پاتې قسطونو د تحویلۍ لپاره یو وروستی فرصت ورکړي.
خو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي چې د یادو اپارتمانونو مالکانو ته د پاتې قسطونو د تحویلولو لپاره څو ځلې خبرداری او د لس سلنې تخفیف وړاندیز شوی و، خو هغوی خپل قسطونه نه دي تحویل کړي او اوس مکلف دي چې اپارتمانونه تخلیه کړي.
د شیخ زاید ښارګوټي د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د قصبې په سیمه کې موقعیت لري. د دغه ښارګوټي د بنسټ ډبره په ۱۳۹۲ لمریز کال کې کېښودل شوه او د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ شو. د کور او ښارجوړولو وزارت د معلوماتو له مخې دغه ښارګوټی په ۱۳۹۷ کال کې پرانیستل شو او اپارتمانونه یې د تېر حکومت له خوا پر خلکو په قسطونو وپلورل شول.
د یاد ښارګوټي د اوسېدونکو استازي مبشر اعظم پژواک ته وویل، د ښار او کور جوړولو وزارت د هغو ۵۲۱ اپارتمانونو د بېرته اخیستو پرېکړه کړې چې مالکینو یې تر اوسه د خپلو کورونو له ټاکل شویو قسطونو ۵۰ سلنه نه دي تحویل کړي.
ده زیاته کړه چې د دغو اپارتمانونو ډېری اوسني مالکان عادي خلک دي چې له کلونو راهیسې په یاد ښارګوټي کې ژوند کوي.
هغه وویل: «موږ د قسطونو په تادیه کې له ځنډه انکار نه کوو، خو دا ځنډ په ډېرو مواردو کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د خلکو د عوایدو د کموالي له امله رامنځته شوی دی.»
د اعظم په خبره، د ښارګوټي د ځینو بلاکونو وکیلانو خلکو ته د قسطونو په اړه پر وخت کره معلومات نه دي رسولي او یو شمېر مالکان هغه مهال د موضوع له جديوالي خبر شوي چې د اپارتمانونو د بېرته اخیستلو پرېکړه شوې وه.
هغه څرګنده کړه چې د دغو اپارتمانونو ډېری یې د کلونو په اوږدو کې څو ځله پېرل او پلورل شوي او اوسني مالکان یې تر ډېره عادي کورنۍ دي چې په همدې ښارګوټي کې ژوند کوي.
د ده په خبره، د اپارتمانونو ډېرې شمېر مالکین چمتو دي چې پاتې قسطونه تحویل کړي، خو د ښار او کور جوړولو وزارت د موجود حکم له مخې، دوی ته د پیسو د تحویلۍ تعرفې نه ورکول کېږي.
مبشر اعظم وایي چې د ۵۲۱ اپارتمانونو د بېرته اخیستلو وړاندیز د اسلامي امارت د مشرتابه مقام ته په داسې حال کې شوی چې تر دې مخکې د خلکو د واقعي وضعیت، د قسطونو د ځنډ د لاملونو او د تادیې لپاره د هغوی د چمتووالي د ارزونې په موخه کوم پلاوی ښارګوټي ته نه و استول شوی.
هغه زیاته کړه چې له داسې یوې مهمې پرېکړې مخکې باید د خلکو وضعیت له نږدې ارزول شوی او د هغوی ستونزې اورېدل شوې وای.
د شیخ زاید ښارګوټي د اوسېدونکو دغه استازی وایي، د روان کال د تلې په ۲۰مه د ۱۹ اپارتمانونو لومړنی لېست د تخلیې لپاره مشخص شوی او د تخلیې د عملي کېدو هدایت هم صادر شوی دی.
هغه اندېښنه څرګنده کړه چې که د اپارتمانونو د مالکینو ستونزې ته ژر رسېدنه ونه شي، ښایي د دوی کورونه تخلیه او ترې واخیستل شي.
د ده په وینا، د ژمي په رانږدې کېدو سره د سلګونو کورنیو د بېسرپناه کېدو وېره زیاته شوې او که د تخلیې پرېکړه عملي شي، کورنیو ته به یې داسې زیان ورسېږي چې جبران به یې ستونزمن وي.
مبشر اعظم وویل، د دوی غوښتنه د قسطونو بښل، کمول او یا له ورکړې معافیت نه دی، بلکې غواړي هغو مالکینو ته چې د پیسو ورکولو توان او چمتووالی لري، یو وروستی فرصت ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده، هغو مالکینو ته چې د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، فرصت ورکړل شي، څو خپلې تادیې له ۵۰ سلنې پورته ورسوي، مخکې له دې چې کورونه یې ترې واخیستل شي.»
ده وویل، که ځینې مالکان له ورکړل شوي فرصت څخه ګټه نه اخلي او د قسطونو ورکړې ته چمتو نه وي، د هغوی په اړه دې د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې پرېکړه وشي.
هغه له اړوندو حکومتي ادارو وغوښتل چې د خلکو اقتصادي وضعیت او ستونزې په پام کې ونیسي، د اپارتمانونو د تخلیې او بېرته اخیستلو موضوع دې له شرعي او حقوقي اړخه وارزوي او د وروستۍ پرېکړې تر کېدو پورې دې د کورونو د تخلیې مخه ونیسي.
د یاد ښارګوټي یو بل اوسیدونکی قندآغا هم وایي چې په دغه ښارګوټي کې دوه کاله مخکې یو کور وپېره خو اوس د مستردۍ له ګواښ سره مخ دی.
دی وایي: «زه په کابل کې ژوند نه کوم، د مجبورۍ نه مې خپل کور په کرایه ورکړی، اوس خبر شوم چې بېرته مسترد کیږي، موږ هېڅ له خبرداریو نه یو خبر شوي، حکومت دې موږ ته یو ځل بیا فرصت راکړي ترڅو خپل پاتې قسطونه تحویل کړو.»
د یاد ښارګوټي ځینو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د کور او ښار جوړونې وزارت د نشراتو رئیس او ویاند، مولوي شاهغاسي زاهد پژواک ته وویل چې د یاد ښارګوټي د ۵۲۱ اپارتمانونو مالکانو ته د تخلیې د وتلو له امر مخکې په وار وار خبرداری ورکړل شوی و تر څو خپل پاتې قسطونه تحویل کړي.
ده وویل چې یادو کسانو ته دا هم ویل شوي و چې که خپل قسطونه په وخت تحویل کړي نو لس سلنه تخفیف به ورکړل شي، خو هغوی خپل قسطونه تحویل نه کړل.
زاهد وایي چې اوس د یادو ۵۲۱ اپارتمانونو خاوندان مکلف دي چې خپل کورونه تخلیه کړي.