کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو او اټومي مرکزونو د برید لپاره د «بمونو مور» کارولو طرحې چمتو کړې دي.
د سياېناېن خبري شبکې د راپور له مخې، یو شمېر امریکایي چارواکو چې د پوځي پلان جوړونې له بحثونو خبر دي، ویلي چې د امریکا پوځ پر ایراني اهدافو د برید لپاره بېلابېل انتخابونه ارزوي.
د راپور له مخې، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر وکړي، دغه بریدونه ښايي د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې یا وروسته ترسره شي.
په راپور کې راغلي چې له ایران سره په روانه جګړه کې د دغه بم کارول به د پوځي عملیاتو د پام وړ پراختیا وښيي.
سرچینې لیکلي، د امریکا پوځ د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو او د دغه هېواد د اټومي پروګرام اړوند مرکزونو، په ځانګړي ډول د «پیکاکس ماونټین» په نوم پر یوه ځای د برید طرحې ارزولې دي.
خو د امریکا د پوځي پلان جوړونې ځینو باخبره چارواکو د ځمکې په ژورو برخو کې د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د دغه بم د اغېزمنتیا په اړه شک څرګند کړی دی؛ ځکه دغه وسله تر ډېره د پراخې چاودنې لپاره جوړه شوې او ځمکې ته د ژور نفوذ وړتیا نه لري.
په راپور کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنې هم یادې شوې دي. د دغه بم چاودنه پراخ زیانونه اړولای شي، په ځانګړي ډول که هغه تاسیسات په نښه شي چې استوګنیزو سیمو ته نږدې وي.
امریکایي سرچینو ویلي، ښايي د دغه بم احتمالي کارول تر ډېره پر ایران د رواني فشار راوړلو لپاره وي؛ خو دا په دې معنا نه ده چې ایران به تسلیمېدو ته اړ شي یا به د جګړې په پوځي وضعیت کې پرېکنده بدلون راشي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي سياېناېن ته ویلي چې دغه اداره د هغو حساسو پوځي طرحو په اړه تبصره نه کوي چې ښايي شتون ولري یا نه وي.
هغه زیاته کړې، ټرمپ د دې لپاره چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، ټول انتخابونه پر مېز ساتلي دي.
ایران تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې مخکې یې تل ویلي چې د امریکا هر ډول برید ته به ځواب ورکړي.
د یادونې ده، د «بمونو مور» چې پوځي نوم یې GBU-43/B دی، شاوخوا ۲۱ زره او ۶۰۰ پونډه وزن لري او د امریکا په زېرمو کې تر ټولو لوی غیراټومي بم بلل کېږي.
دغه بم د پراخې سیمې د ویجاړولو وړتیا لري؛ خو د سرچینو په وینا، ښايي د هغو ژورو او پیاوړو تر ځمکې لاندې تاسیساتو د له منځه وړو لپاره د نفوذ کافي وړتیا ونه لري چې تر ګرانیټ ډبرو لاندې جوړ شوي دي.