ژبه

د اروپايي ټولنې مشران د چین پر وړاندې سخت سوداګریز اقدامات ارزوي

زرغونه صالحی

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۵

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې په یوه دوه‌ورځنۍ غونډه کې اروپا ته د چین د صادراتو د زیاتوالي، پر صنعتونو او کاري فرصتونو د هغې د اغېزو او پر دغه هېواد د لا ډېرو سوداګریزو محدودیتونو د لګولو د احتمال په اړه خبرې کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه غونډه به د پنجشنبې په ورځ پیل شي او د اروپايي ټولنې مشران به په‌کې له چین سره هغه لومړنۍ شوې هوکړه وارزوي چې موخه یې د «هایبریډي» موټرو د وارداتو د زیاتوالي مهارول دي.
د راپور له مخې، اروپايي مشران به ارزونه وکړي چې ایا دغه هوکړه له چین سره د خبرو د دوام لپاره، د یوې پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو په موخه، مناسب لومړی ګام کېدای شي او که لا سختو اقداماتو ته اړتیا ده.
په راپور کې راغلي چې له چین سره د اروپايي ټولنې د توکو په برخه کې سوداګریز کسر تېر کال ۳۶۰ میلیارد یورو ته رسېدلی و او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم ۲۰۰ میلیارد یورو ته رسېدلی دی. فرانسې او جرمني هم د دغه سوداګریز کسر د کمولو لپاره د اقداماتو وړاندیزونه کړي دي.
رویټرز زیاته کړې چې د چین د ارزانه صادراتو زیاتوالي او د امریکا د ګمرکي تعرفو لوړېدو پر اروپايي صنعتونو فشار زیات کړی او په ځینو مواردو کې یې د کاري فرصتونو د له منځه تلو لامل شوی؛ د بېلګې په توګه، ټاکل شوې د جرمني په فولکس‌واګن شرکت کې شاوخوا ۱۰۰ زره کاري بستونه له منځه ولاړ شي.
د رویټرز په وینا، په دې غونډه کې به له چین سره پر سوداګریزو اړیکو سربېره، د اوکراین جګړه، د منځني ختیځ وضعیت، دفاع، کډوالي، د اروپايي ټولنې اوږدمهاله بودجه او د دې ټولنې پراختیا هم وڅېړل شي.
د راپور پر بنسټ، دغه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې یو شمېر اروپايي مشران له کورنیو ننګونو سره مخ دي؛ د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د محصلینو له اعتراضونو او بودجوي بن‌بست سره مخ دی، د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس په سیمه‌ییزو ټاکنو کې له ماتې وروسته د خپل ائتلاف د تنظیم هڅه کوي او د هسپانیې لومړی وزیر پدرو سانچز له ټاکنو مخکې په نظرپوښتنو کې شاته دی. هممهاله، په ټوله اروپا کې د اصلي سیاسي جریانونو سیاستوال د سخت‌دریځو ښي‌اړخو او ملتپالو ګوندونو تر فشار لاندې دي.