ژبه

د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون لوی کنفرانس جوړېږي

عبدالجبار اندر

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۲:۰۸

۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ا.ا د مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو په اړه لوی کنفرانس جوړ شي چې شاوخوا زر مقالې ورته لیکل شوې او څلور زره کسان به پکې ګډون وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلينو فراغت‌غونډې ته په وینا کې کړې دي.

هغه ویلي، اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو پرمختګ ته ژمن دی او د علم پراختیا او د استادانو د څېړنو د پیاوړتیا په موخه یې په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر مهمو موضوعاتو علمي کنفرانسونه جوړ کړي دي.

ندیم دغه‌راز د هېواد د پرمختیايي پروژو په اړه ویلي چې د کندهار ـ کابل او کابل ـ مزارشریف لویو لارو او د سالنګ تونل د جوړولو چارې روانې دي.

هغه زیاته کړې چې په ټول هېواد کې د پرمختګ پروژې روانې دي او د اسلامي امارت پالیسي د ټولنیز عدالت پلي کول او د هېواد ابادول دي.

هغه زياته کړې: «کفار او زموږ ګاونډیان زموږ پرمختګونه نه شي زغملی، خو موږ به خپل پرمختګونه روان ساتو.»

د نوموړي په خبره چې افغانستان به په علمي او اقتصادي برخو کې پرمختګ کوي، اسلام به پلي کېږي او د خلکو په اعمالو او اخلاقو کې به د شریعت مطابق اصلاحات راوستل کېږي.

هغه فارغو محصلانو ته سپارښتنه کړې چې که توان لري، د ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړې دې وکړي او که د نورو زده‌کړو توان نه لري، د خپلو مسلکوتو برخه کې دې کار وکړي، خو له هېواده دې نه وځي او د دښمنانو په تبلیغاتو دې نه غولېږي.

د یادونې ده، د غزني تخنیکي پوهنتون د الکترومېخانیک او جیولوجي او کانونو پوهنځیو له بېلابېلو څانګو څخه ۱۹۶ تنه انجنیران فارغ شوي دي.

د لوړو زده‌کړو وزیر له دې غونډې مخکې د غزني پوهنتون په علمي شورا کې هم ګډون کړی او د دغه پوهنتون د طب پوهنځي د تدریسي ودانۍ او تالار د جوړېدو چارې یې کتلې دي.