ژبه

منيب ځدراڼ: د ننګرهار د محبس د کشف پر امر د برید اصلي عامل ووژل شو

محمدیوسف منگل

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۱

۰ کتنې

ګردېز (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د ننګرهار د محبس د کشف پر امر د برید اصلي عامل له امنیتي ځواکونو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوی او په دې قضيه کې ښکېل نور کسان نيول‌ شوي‌ دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ پژواک ته ویلي، فریدون د فتح خان زوی، چې د روانې تلې میاشتې په ۱۳مه یې د جلال‌اباد ښار په مربوطاتو کې د ننګرهار د محبس د کشف امر وژلی و، تېره شپه د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ له لارې پاکستان ته د تېرېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو او څارنې په پایله کې وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د یادې پېښې په تړاو ټول نور ښکېل کسان هم نیول شوي دي