ژبه

جاغوري که پاکستان؟ د قربانۍ یوې پروژې د پلې کېدو معما

واحدالله جمعه‌زاده

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۱

۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د پژواک موندنې ښیي چې «قربان‌اېډ» موسسې پر خپله فېسبوک‌پاڼه د غزني جاغوري ولسوالي د قربانۍ د یوې پروژې د پلې کېدو ځای ښودلی، خو اوس وایي چې پروژه په پاکستان کې پلې شوې وه؛ ځايي سرچینې هم په جاغوري کې د دې پروژې عملي کېدا ردوي.

«قربان‌اېډ» د ۲۰۲۶ کال د جون له پنځمې تر نهمې په جاغوري کې د قربانۍ د یاد پروګرام په اړه پر خپله فېسبوک‌پاڼه اته پوسټونه خپاره کړي او ګڼ شمېر انځورونه یېورسره شریک کړي دي.

دغه بنسټ په یوه پوسټ کې لیکلي چې د قربانۍ پروګرام په افغانستان کې په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.

«قربان‌اېډ» وروسته د پروګرام اړوند نور انځورونه هم خپاره کړي چې پر ورسره پاڼو «Jaghori, Afghanistan» لیکل شوي او جاغوري د پروګرام د پلي کېدو د ځای په توګه

ښودل شوی دی.

د پروژې شالید

په غزني ولایت کې له فقر سره د مبارزې «نجات افغان» موسسې (APRCO) مشر عبدالمالک حبیبي پژواک ته وویل چې د ۲۰۲۶ کال د لوی اختر له رارسېدو مخکې د مالیزیا د قربان‌اېډ موسسې استازی حاجي اسود افغانستان ته راغلی و او له دوی سره یې د قربانۍ د یوې پراخې پروژې پلې کېدو په اړه خبرې کړې وې.

د هغه په خبره، د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ هوکړه وشوه او ټاکل شوې وه چې یاده پروژه د غزني په ګډون د افغانستان په اوو ولایتونو کې پلې شي او د ۱۵۰۰ تر ۲۵۰۰ غویانو قرباني ترسره او غوښه یې پر زرګونو اړمنو کورنیو ووېشل شي.

د ده د معلوماتو له مخې، د دې پروژې ټولیز ارزښت شاوخوا ۸۵۰ زره امریکایي ډالره ښودل شوی و.

حبیبي وایي، د پروژې د چمتووالي په لړ کې یې یو شمېر عملي اقدامات هم کړي وو او د قربانۍ لپاره یې د غویانو د تدارک لومړنۍ چارې پیل کړې وې.

خو د هغه په خبره، وروسته ورته د «مالیزیا د تمویلوونکي استازي» له لوري خبر ورکړل شو چې پروژه نور د «نجات افغان» موسسې له لارې نه عملي کېږي، بلکې په غزني ولایت کې د «اریانا اېډ» په نوم بلې مؤسسې ته سپارل شوې ده.

حبیبي وایي چې یادې مالیزیایي موسسې د «اریانا اېډ» د پلي‌کوونکو کسانو عکسونه او د هغو کسانو د اړیکو شمېرې هم ده (حبیبي) ته استولې وې چې د هغه په وینا، د پروژې د پلې کېدو مسوولیت ورسپارل شوی و.

هغه د خپلو څرګندونو د ثبوت لپاره له پژواک سره هغه برېښنایي پیغامونه، د اړیکو معلومات او نور اسناد هم شریک کړل چې د ده په وینا، د قربان‌اېډ د استازي حاجي اسود له لوري ورته استول شوي وو.

حبیبي هم وایي چې د لوی اختر له ورځو سره هم‌مهاله، د قربان‌اېډ په رسمي ټولنیزو پاڼو کې لسګونه انځورونه خپاره شوي او ورسره لیکل شوي وو چې د یادې پروژې یوه برخه د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې په بریالیتوب سره پلې شوه او د قربانۍ غوښه پر مستحقو کورنیو ووېشل شوه.

د جاغوري اوسېدونکي د پروژې له پلې کېدو ناخبره دي

پژواک د یادو ادعاوو د کره‌والي د معلومولو لپاره د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره خبرې وکړې څو معلومه کړي چې ایا د ۲۰۲۶ کال د لوی اختر پر مهال یاده پروژه هلته عملي شوې او که نه.

د څېړنې پر مهال د یادې ولسوالۍ د «سنګ ماشه» سیمې اوسېدونکي اسدالله رضایي په دې اړه وویل: «نه زموږ سیمې ته د قربانۍ لپاره کومه موسسه راغلې او نه هم موږ د داسې یوې پروژې له تطبیق څخه خبر یو.»

پژواک همدارنګه د جاغوري ولسوالۍ د غجور او انګوري سیمو له دوو نورو اوسېدونکو او قومي مشرانو غلام‌شاه حکیمي او علي ثنا انګوري سره هم جلا جلا خبرې وکړې.

دوی وویل، د موسسو له لوري د قربانۍ د داسې پروګرام نوم د لومړي ځل لپاره د پژواک له خبریال څخه اوري او نه یوازې د ۲۰۲۶ کال د لوی اختر پر مهال، بلکې له دې وړاندې هم د دوی په سیمو کې د دې ډول پراخې قربانۍ پروژه نه ده عملي شوې.

د جاغوري ولسوال: که دومره لویه پروژه پلې شوې وای، موږ خبرېدو

د جاغوري ولسوال مولوي حزب‌الله هم وویل، تر اوسه هيڅ مرستندویې مؤسسې د قربانۍ د دې پروژې په تړاو د ولسوالۍ له ادارې سره اړیکه نه ده نیولې او نه هم د دې ډول پروژې د تطبیق په اړه کومه رسمي همغږي شوې ده.

هغه زیاته کړه، که د ولسوالۍ په کچه د سلګونو یا زرګونو غواوو یا غوایانو د قربانۍ په اندازه یوه پروژه عملي شوې وای، د ولسوالۍ اداره به هرو مرو ترې خبره وه او د پلي کې د بهیر اړوند معلومات به یې موجود وو.

د اقتصاد ریاست: دا ډول پروژه نه ده ثبت شوې

د غزني ولایت د اقتصاد ریاست د نظارت امر مولوي میرزامحمد هم وایي، هره کورنۍ یا بهرنۍ مؤسسه چې غواړي په غزني ولایت کې پروژه پلې کړي، باید لومړی د اقتصاد وزارت له لوري معرفي شي او د ولایت د اقتصاد ریاست له همغږۍ او اجازې وروسته خپل فعالیت پیل کړي.

د هغه په خبره، د هرې پروژې اړوند معلومات، لکه د تمویلوونکي نوم، د عملي‌کوونکې مؤسسې هویت، د فعالیت ساحه، بودجه او د پروژې موده په دغه ریاست کې ثبتېږي.

ده وویل، په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د «افغان اېډ» او «اریانا اېډ» په نومونو په غزني کې د قربانۍ کومه پروژه نه ده ثبت شوې او نه یې د تطبیق په اړه له اقتصاد ریاست سره همغږي شوې ده.

دی زیاتوي چې وروستۍ ثبت شوې د قربانۍ پروژه په ۲۰۲۴ کال کې د ترکیې د یوه خیریه بنسټ له لوري عملي شوې وه چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۳۰ غوایان قرباني شول او غوښه یې پر اړمنو کورنیو ووېشل شوه.

اریانا اېډ: موږ دا پروژه نه ده پلې کړې

پژواک د «اریانا اېډ» له دفتر او هغو کسانو سره هم اړیکه ونیوه چې د پروژې پلې کېدو مسوولیت ورته منسوب شوی و، څو د موضوع په اړه د هغوی رسمي دریځ هم ترلاسه کړي.

په غزني ولایت کې د «اریانا اېډ» موسسې مسوولینو په خپل رسمي لیکلي ځواب کې پژواک وویل، دوی د ۲۰۲۶ کال د لوی اختر پر مهال د مالیزیا د کوم تمویلوونکي په استازیتوب په افغانستان کې د قربانۍ پروژه نه ده پلې کړې.

هغه زیاتوي: «له همدې امله، هغه معلومات چې تاسو ته درکړل شوي او پکې ویل شوي چې «اریانا اېډ» د داسې یوې پروژې پلې کولو مسوولیت درلود، ناسم او له حقیقته لري دي.»

پژواک همدارنګه له هغو کسانو سره هم اړیکه ونیوه چې د حاجي اسود له لوري د پروژې د سیمه‌ییزو مسوولینو په توګه معرفي شوي وو.

د هغوی له ډلې سید عمران او سید نوروز هم په خپلو لیکلو ځوابونو کې وویل چې دوی په افغانستان کې د دې پروژې پلې کېدو مسوولیت نه دی ترسره کړی.

قربان‌اېډ: پروژه په پاکستان کې پلې شوې وه

د مالیزیا د قربان‌اېډ موسسې استازي حاجي اسود پژواک ته وویل چې د ۲۰۲۶ کال د قربانۍ پروګرام په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره عملي شوی او د همدغه پروګرام انځورونه هم له هماغې سیمې خپاره شوي دي.

هغه په لیکلي ځواب کې زیاتوي: «د هر ډول شک لرې کولو لپاره باید روښانه کړو چې «قربان‌اېډ» د سږ کال د قربانۍ کمپاین پر مهال په افغانستان کې د قربانۍ هیڅ پروژه نه تمویل کړې او نه یې پلې کړې ده.»

پژواک له  قربان‌اېد موسسې په جلا ایمېلونو او پیغامونو کې وپوښتل چې که د ۲۰۲۶ کال د قربانۍ پروګرام په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره عملي شوی وي، نو ولې د دغه بنسټ په رسمي فېسبوک‌پاڼه کې خپرو شوو پوسټونو کې د پروژې پلې کېدو ځای افغانستان او د غزني ولایت د جاغوري ولسوالي یادې شوې ده؛ خو دې پوښتنې ته یې هم تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.