ژبه

د کرکټ درې‌اړخیزه لوبلړۍ؛ افغانستان نن له زمبابوې سره لوبه کوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۹

۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو درې‌اړخیزه سیالیو په لړ کې نن افغان لوبډله له زمبابوې سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به نن د افغانستان پر وخت مازدیګر څلور بجې د درې‌اړخیزې لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لوبه د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ په متحده عربي امارتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د یادونې ده، د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې  بنګله‌دېش ته ماته ورکړې.