کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګلهدېش سره لومړۍ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې نن د بنګلهدېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
کرکټ بورډ ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت سهار لس بجې په عمان کې ترسره کېږي.
افغان لوبډله به له بنګلهدېش سره له څلورو یو ورځنیو لوبو وروسته د عمان له لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
کرکټ بورډ له دې مخکې ویلي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
د یادونې ده، افغان لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام په سیالیو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې دغه سیالۍ د نومبر په پنځمه په عمان کې پیل شي.