ژبه

الجزیره: د عراق لومړي وزیر له ایران سره د الشیب بندر د تړلو امر کړی

Al Jazeera

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۷

۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۵): الجزیرې شبکې د عراق د یوې حکومتي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر له ایران سره د الشیب سرحدي بندر د تړلو امر کړی او ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو یو شمېر نور سرحدي بندرونه هم په راتلونکو ورځو کې په تدریجي ډول وتړل شي.

د الجزیرې د راپور له مخې، یادې سرچینې ویلي چې د عراق لومړي وزیر علي الزیدي امر کړی چې د الشیب سرحدي بندر دې له نن (چهارشنبې) څخه تر بلې خبرتیا پورې د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ وتړل شي.

سرچینې زیاته کړې چې له ایران سره د عراق یو شمېر نور سرحدي بندرونه به هم په راتلونکو ورځو کې په تدریجي ډول وتړل شي.

د راپور له مخې، تر اوسه څرګنده نه ده چې د عراق او ایران ترمنځ له شپږو سرحدي بندرونو څخه به څو یې وتړل شي.

الجزیرې زیاته کړې چې د دې پرېکړې لامل نه دی په ډاګه شوی او د عراق حکومت هم تر اوسه په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.