کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او ټینګار کوي چې د دغه هېواد له خلکو سره د بشري مرستو دوام اړین دی.
د ملګرو ملتونو د هغه راپور له مخې چې په جنیوا کې خپور شوی، د اوچا استازې اولګا چریوکو د سېشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۰مه) له کابله په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د افغانستان بشري وضعیت لا د اندېښنې وړ کېږي.
هغې زیاته کړې چې د روان میلادي کال په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې ۱۵.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس نږدې درېیمه برخه جوړوي، د غذایي ناامنۍ له بحراني یا تر دې هم سخت وضعیت سره مخ وو.
د هغې په وینا، اټکل کېږي چې راتلونکی کال به په افغانستان کې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو عمر لرونکي له څلور میلیونه ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي.
چریوکو د افغانستان سوېلي او شمالختیځو سیمو ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشاره ویلي چې په دغه هېواد کې د خوړو بحران یوازې د خوراکي توکو له کمښت سره تړاو نه لري، بلکې فقر، د کافي عاید نشتوالی او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی هم د دغه بحران مهم لاملونه دي.
هغې څرګنده کړې چې که څه هم مناسبو ورښتونو او د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کړې، خو د حاصلاتو یو ښه فصل نه شي کولای د څو کلونو وچکالۍ زیانونه جبران کړي.
د اوچا استازې زیاته کړې چې د افغانستان په بازارونو کې خوراکي توکي شته، خو میلیونونه کسان د اقتصادي ستونزو له امله د هغو د پېرلو توان نه لري.
هغې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو د پایلو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
چریوکو ټینګار کړی چې خوارځواکي یوازې د خوراکي توکو د کمښت پایله نه ده، بلکې د میندو روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د خوړو ډولونه، زدهکړې او د عاید ترلاسه کولو فرصتونه هم په دې برخه کې اغېز لري.
هغې د بشري مرستو پر دوام د ټینګار ترڅنګ ویلي چې افغانستان بېړنیو مرستو ته د اړتیا ترڅنګ، د کرنې، کلیوالي معیشت، سیمهییزو بازارونو، د کارموندنې، د اوبو رسولو سیستمونو، روغتیايي خدمتونو او تغذیې په برخو کې دوامدارې پانګونې ته هم اړتیا لري.
د اوچا استازې دغه راز د ښځو لپاره د اقتصادي مشارکت د فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
هغې خبرداری ورکړی چې مرستندویه ادارې باید د ژمي له رارسېدو مخکې لازم اقدامات وکړي، نه هغه مهال چې کورنۍ د ژوند د دوام لپاره خپلې ټولې شته سرچینې له لاسه ورکړي.
چریوکو په پای کې ویلي چې بشري مرستې د انسانانو ژوند ژغورلای شي، خو د معیشت، اساسي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو په برخو کې یوازې دوامداره او ټولشموله پانګونه کولای شي چې د افغانستان د خلکو بېړنیو مرستو ته اړتیا راکمه کړي.