ژبه

دایکنډي کې ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

فاطمه سروش

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۶

۹ کتنې

نیلي (پژواک) – سره له دې چې په دایکنډي کې سږ کال د اتو ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوي او د اوو نورو د جوړولو چارې روانې دي، لا هم په دغه ولایت کې ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري؛ زده‌کوونکي له دې وضعیته شکایت کوي او کارپوهان وایي چې نامناسب ښوونیز چاپېریال د زده‌کوونکو پر انګېزې او زده‌کړو منفي اغېز کوي.

دایکنډي د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې جغرافیایي ستونزو، د لارو سختوالي او د استوګنیزو سیمو لرې‌والي یې ښوونیزو مرکزونو ته د زده‌کوونکو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی. د دغو ستونزو ترڅنګ، د ښوونځیو او معیاري ښوونیزو ودانیو کمښت هم په دغه ولایت کې له پخوانیو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د دایکنډي یو شمېر زده‌کوونکي د ښوونځي درسونه په خېمو او جوماتونو کې وایي

د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د امید کلي یو مخور سلطان کربلایي وایي، په کلي کې یې ښوونځی شته، خو ودانۍ نه لري؛ له همدې امله یې ماشومان تل تر خېمو لاندې یا په ازاده فضا کې درسونه وایي.

هغه زیاته کړه چې د کال په ګرمو موسمونو کې ګرمي، دوړې او بادونه د زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کوي.

ده وویل، ډېری زده‌کوونکي د هغو ناروغیو له امله چې د ده په وینا، تر ډېره د ښوونځي د نامناسب چاپېریال له امله رامنځته کېږي، نه شي کولای په منظم ډول ښوونځي ته ولاړ شي. د هغه په خبره، دغه وضعیت ماشومان له زده‌کړو زړه‌توري کوي.

سلطان له پوهنې وزارت، مؤسسو او خیریه کسانو وغوښتل چې په دایکنډي کې د ښوونځیو د معیاري ودانیو په جوړولو کې همکاري وکړي، څو ماشومان په مناسب او خوندي چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.

د نیلي ښار یوه زده‌کوونکي علي وویل چې د ښوونځي د ودانۍ د نشتوالي له امله په جومات کې درسونه وایي.

هغه زیاته کړه: «په یوه جومات کې ډېر ټولګي یو؛ ځینې ټولګي چې د دري مضمون درس وایي، بل ټولګی د ریاضي مضمون وایي او هر ټولګی بېلابېل مضمونونه لري.»

ده وویل، تر یوه چت لاندې د څو ټولګیو د زده‌کوونکو د شتون او د هغوی د غږونو د ګډېدو له امله نه شي کولای خپلو درسونو ته په سمه توګه پام وکړي.

دغه زده‌کوونکی هیله لري چې ښوونځي ته یې ودانۍ جوړه شي، څو زده‌کوونکي په جلا ټولګیو کې زده‌کړې وکړي.

مناسب ښوونیز چاپېریال او پر زده‌کړو یې اغیز

په دایکنډي کې د پوهنې برخې یوه فعال نجیب‌الله یاسري وویل، هر څومره چې ښوونیز چاپېریال منظم او اړین امکانات په‌کې ډېر وي، هومره ښوونځي ته د زده‌کوونکو د تګ او زده‌کړو انګېزه زیاتېږي.

هغه زیاته کړه چې زده‌کړه یوازې د زده‌کوونکي په ذهني وړتیا او د ښوونکي د تدریس په طریقې پورې تړلې نه ده، بلکې د ښوونیز چاپېریال رواني، ټولنیز او فزیکي شرایط هم په دغه بهیر کې مهم رول لري.

ده په ازاده فضا، تر خېمو لاندې او ګډو خونو کې تدریس ته په اشارې وویل چې په نامناسب چاپېریال کې زده‌کړې کولای شي د زده‌کوونکو د زده‌کړو انګېزه کمه کړي او د هغوی د استعدادونو د ودې مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه چې دغه وضعیت کولای شي زده‌کوونکي په زده‌کړو کې وروسته پاتې کړي او په ځینو مواردو کې د ښوونځي پرېښودو او درنو کارونو ته د هغوی د مخه کولو لامل شي.

د دایکنډي د پوهنې مالي او اداري آمر: د ښوونځیو د ودانیو جوړولو هڅې روانې دي

د دایکنډي د پوهنې ریاست مالي او اداري آمر قاسم اکبري پژواک ته وویل چې اوسمهال په دغه ولایت کې له ۴۳۸ فعالو ښوونځیو څخه ۲۵۸ یې ودانۍ لري او پاتې ۱۸۰ یې ودانۍ نه لري.

د هغه په خبره، په تېرو وختونو کې په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته کافي پاملرنه نه وه شوې، خو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره اقدامات شوي دي.

اکبري وویل، سږ کال د دغه ولایت په اشترلي، خدیر، نیلي او سنګ‌تخت او بندر ولسوالیو کې د اتو ښوونځیو ودانۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ، د څه باندې ۸۵ میلیون او ۶۵۸ زره افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د هغه په وینا، له ۱۴۰۱ کال راهیسې د پوهنې ریاست له بودجې او د مرستندویه مؤسسو په همکارۍ د ۱۷ نورو ښوونځیو ودانۍ هم جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

اکبري زیاته کړه چې د دغو ښوونځیو زده‌کوونکو پخوا په خېمو، جوماتونو او تکیه‌خانو کې درسونه ویل، خو د نویو ودانیو په بشپړېدو سره ورته په مناسب چاپېریال کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د دایکنډي د پوهنې ریاست د مالي او اداري آمر د معلوماتو له مخې، د سیمې د خلکو په مالي مرسته د اوو نورو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې هم روانې دي.

هغه وویل چې د یو شمېر ښوونځیو د بیارغونې چارې هم دوام لري او په دغه ولایت کې د ۲۷ ښوونځیو او څلورو مدرسو لپاره د نویو ودانیو جوړول د راتلونکي ښوونیز کال په پلان کې شامل دي.