کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۵): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له پاکستان او چین سره د واشنګټن د اړیکو په اړه د هند د اندېښنو په تړاو ویلي، امریکا له دغو هېوادونو سره د اړیکو ساتل اړین بولي، خو ټینګار یې کړی چې له هېڅ هېواد سره به یې اړیکې د نوي ډیلي په زیان نه وي.
روبیو دغه څرګندونې د هند له «انډین اېکسپرېس» ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې کړې چې نن (د اکټوبر ۲۱مه) خپره شوې ده.
نوموړي له پاکستان سره د امریکا د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اوسني نړیوال شرایط د ۱۹۷۰مې لسیزې له وضعیت سره توپیر لري او د هغه وخت پرتله مناسبه نه ده.
هغه زیاته کړې چې پاکستان هغه هېواد دی چې امریکا ورسره اړیکې لري او د دغو اړیکو ساتل اړین دي.
د روبیو په وینا، له پاکستان سره د امریکا اړیکې ښايي مثبتې پایلې هم ولري؛ ځکه واشنګټن کولای شي له خپل نفوذ څخه د هغو اقداماتو د مخنیوي لپاره کار واخلي چې د شخړو لامل کېدای شي.
هغه ټینګار کړی: «نه یوازې له پاکستان، بلکې د نړۍ له هر هېواد سره زموږ اړیکې به هېڅکله له هند سره زموږ د اړیکو په زیان نه وي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چین په اړه د یوې جلا پوښتنې په ځواب کې ویلي، چین یو لوی اقتصادي او ځواکمن هېواد دی چې امریکا اړ ده اړیکې ورسره ولري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات هم شته.
د هغه په خبره، واشنګټن هڅه کوي له بیجینګ سره په اړیکو کې ستراتیژیک ثبات رامنځته کړي او اختلافات داسې مدیریت کړي چې په پراخو شخړو بدل نه شي.
روبیو ویلي، د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزه جګړه به نړیوال اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او هند به هم ترې اغېزمن شي.
نوموړي د هند او امریکا اړیکې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې دغه اړیکې د واشنګټن په بهرني سیاست کې ځانګړی اهمیت لري.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تړون په اړه هم ویلي چې ۹۹ سلنه چارې یې بشپړې شوي او تمه لري چې دغه تړون به د میاشتو پر ځای په څو اوونیو کې وروستی شي.
د روبیو په وینا، د تړون پاتې اختلافات تر ډېره د ځینو کلمو او عبارتونو پر معناوو راڅرخي او دواړه لوري باید د تړون پر مفهوم بشپړ توافق ولري.
روبیو: له پاکستان او چین سره د امریکا اړیکې به د هند په زیان نه وي