ژبه

د ټرمپ ادارې له سترې محکمې د مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو اجازه وغوښته

احمد صهيب حسرت

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۶

۲ کتنې

کابل (پژواک) ـ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې له مکسیکو سره د پولې په اوږدو کې د ټکزاس ایالت په «بیګ‌بېنډ» سیمه کې د سرحدي دېوال جوړولو د بیا پیل اجازه ورکړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا عدلیې وزارت تېره ورځ (د اکټوبر ۲۱مه) سترې محکمې ته بېړنۍ غوښتنه وړاندې کړې او د یوه فدرالي قاضي د هغه حکم د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې چې د حقوقي دعوې تر څېړلو پورې یې د دغه دېوال د جوړولو چارې درولې دي.

د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت پلان لري چې د بیګ‌بېنډ ملي پارک د ننه او شاوخوا د موټرو د تګ راتګ مخنیوي خنډونه، د ګزمې سړکونه، د روښانتیا سیستمونه او د څارنې او پېژندنې تجهیزات نصب کړي.

دغه پروژه چې لګښت یې ۱.۷ میلیارد ډالر ښودل شوی، د چاپېریال ساتنې د ډلو او یو شمېر ځايي اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شوې ده.

الجزیرې لیکلي چې د دغې پروژې مخالفان وایي، د دېوال جوړول د سیمې طبیعي منظرو، وحشي ژوو او تاریخي اثارو ته زیان رسولای شي.

د راپور له مخې، د بیولوژیکي تنوع مرکز او یو تن چې د بیګ‌بېنډ په سیمه کې د سیند پر اوږدو کې سیلانیانو ته لارښوونه کوي، د دغې قضیې له شکایت‌کوونکو دي او د سیمې د چاپېریال ساتنې غوښتنه کوي.

بلخوا، د امریکا د فدرالي محکمې قاضۍ کاتلین کارډون د اکټوبر په دویمه د دغې پروژې د کارونو د درولو حکم صادر کړی او ټینګار یې کړی چې د ټولو نافذه قوانینو تر رعایت پورې دې د جوړولو چارې ودرول شي.

خو د امریکا عدلیې وزارت استدلال کړی چې کانګرېس د کورني امنیت وزارت ته واک ورکړی، څو د پولو د امنیت د ټینګښت لپاره سرحدي خنډونه جوړ کړي او د ساختماني چارو د چټکتیا په موخه دې ځینې قانوني شرایط له پامه وغورځوي.

د راپور له مخې، د امریکا سترې محکمې تر اوسه د ټرمپ ادارې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې د روان کال په اګسټ میاشت کې هم د امریکا د دواړو لویو ګوندونو د غړو له نیوکو وروسته، چې د دغې پروژې پر چاپېریال او وحشي ژوو د احتمالي اغېزو په اړه یې کړې وې، په بیګ‌بېنډ سیمه کې د دېوال جوړولو چارې درولې وې.