کابل (پژواک)ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۹۱ افغان کډوال چې په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان په زندانونو کې بندیان شوي وو، د روانې اونۍ په اوږدو کې خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو ۲۷ تنه د کندهار د سپینبولدک او ۲۶۴ نور د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې یاد کسان هېواد ته له راستنېدو وروسته ثبت شوي او د همکارو بنسټونو په مرسته د اوسېدو خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.