ژبه

د پاکستان د درملو صادرات څه باندې ۳۰ سلنه کم شوي

احمد صهيب حسرت

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۵

۴ کتنې

کابل (پژواک)ـ د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ مالي کال په اوږدو کې د پاکستان د درملو صادرات څه باندې ۳۰ سلنه کم شوي؛ د دغه هېواد د درمل جوړولو صنعت مسوولین وایي چې د دې کمښت عمده لامل له افغانستان سره په سوداګرۍ کې خنډونه دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې اقتصادي برخې د دغه هېواد د احصایې ادارې په حواله راپور ورکړی چې په ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان د درملو د صادراتو ارزښت ۳۱۹ میلیون او ۱۲ زره ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دغه کچه په ۲۰۲۵ مالي کال کې څه باندې ۴۵۷ میلیون او ۴۵۶ زره ډالر وه.

د دغو شمېرو له مخې، د پاکستان د درملو له صادراتو ترلاسه شوي عواید په یوه کال کې ۱۳۸ میلیون او ۴۴۴ زره ډالر، چې له ۳۰٫۲۶ سلنې سره برابرېږي، کم شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په همدې موده کې د پاکستان د صادرېدونکو درملو اندازه هم ۲۶٫۱۴ سلنه کمه شوې او په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۱۱۲ زره او ۵۱۷ ټنو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې ۸۳ زره او ۱۰۴ ټنو ته راټیټه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د پاکستان د درملو د صادراتو د کمېدو لړۍ د ۲۰۲۶ کال له جولای تر سپټمبر پورې، چې د دغه هېواد د ۲۰۲۷ مالي کال لومړۍ درې میاشتې جوړوي، هم دوام درلود.

د شمېرو له مخې، په یاده درې میاشتنۍ موده کې د پاکستان د درملو د صادراتو ارزښت ۷۳ میلیون او ۳۰۱ زره ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د تېر مالي کال په ورته موده کې ۹۸ میلیون او ۴۲۸ زره ډالر و.

دغه شمېرې ښيي چې د پاکستان د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د درملو صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۵٫۵۳ سلنه نور هم کم شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دغو درېیو میاشتو کې د صادرېدونکو درملو اندازه هم ۳۱٫۴ سلنه کمه شوې او له ۲۳ زره او ۹۲۴ ټنو څخه ۱۶ زره او ۴۱۰ ټنو ته راټیټه شوې ده.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۷ مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هر ټن صادرېدونکو درملو ثبت شوی منځنی ارزښت شاوخوا ۸٫۶ سلنه لوړ شوی او له څلور زره او ۱۱۵ ډالرو څخه څلور زره او ۴۶۹ ډالرو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ مالي کال کې د هر ټن صادرېدونکو درملو منځنی ارزښت د تېر مالي کال په پرتله شاوخوا ۵٫۶ سلنه کم شوی و.

په راپور کې ټینګار شوی چې دغه بدلونونه ښايي د صادرېدونکو درملو د ډولونو او ترکیب د توپیر له امله وي او دا په دې معنا نه ده چې ګواکې د درملو بیې بدلې شوې دي.

د پاکستان د درملو په صادراتو کې د افغانستان ونډه

د راپور له مخې، افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې د خنډونو له رامنځته کېدو مخکې د پاکستان د درملو د صادراتو له مهمو بازارونو څخه و.

د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې د درملو په انټرنېټي پورټال کې خپرې شوې شمېرې ښيي چې دغه هېواد په ۲۰۲۵ مالي کال کې افغانستان ته د ۱۵۵ میلیون او ۶۸۰ زره ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو چې دا د هماغه کال د پاکستان د درملو د ټولو صادراتو شاوخوا ۳۴٫۱ سلنه جوړوي.

په راپور کې راغلي چې د پاکستان د درمل جوړولو صنعت مسوولینو له افغانستان سره په سوداګرۍ کې خنډونه د دغه هېواد د درملو د صادراتو د کمېدو یو له عمده لاملونو بللي دي.

د راپور له مخې، د درملو د صادراتو په شمېرو کې جراحي تجهیزات او طبي وسایل نه دي شامل.