کابل (پژواک): د راپورونو له مخې، قطر او فرانسې د هرمز تنګي له لارې د بېقیدوشرطه سمندري تګ راتګ او په غزه کې د اوربند د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه غوښتنه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د فرانسې د ولسمشر امانوېل مکرون تر لیدنې وروسته، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه، په یوه ګډه اعلامیه کې مطرح شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ پر بېرته ټینګښت، له محدودیتونو او فیسونو پرته د بېړیو پر تګ راتګ او د سیمهییزو ترینګلتیاوو کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د راپور له مخې، قطر او فرانسې د سیمې پر هېوادونو د ایران پوځي بریدونه له نړۍوالو قوانینو جدي سرغړونه بللې ده. دواړو هېوادونو همدارنګه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ډیپلوماټیک حل ملاتړ کړی دی.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي چې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو او تاسیساتو بریدونه یې د ځان د دفاع په موخه دي او دغه اقدامات باید د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د دښمنۍ په معنا ونه ګڼل شي.
دغهراز په اعلامیه کې په غزه کې د اوربند د بشپړ پلي کېدو، د هوکړه شوو ترتیباتو له مخې د اسراییلي ځواکونو د وتلو او سیمې ته د بشري مرستو د بېړني، خوندي او بېخنډه رسېدو غوښتنه هم شوې ده.
دواړو هېوادونو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې له الحاق سره مخالفت څرګند کړی او د اسراییلو د مېشتېدنې د سیاستونو او د مېشتو خلکو د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده. هغوی د دوو دولتونو د حل ملاتړ هم بیا تایید کړی دی.
د لبنان په اړه، قطر او فرانسې د دغه هېواد د حاکمیت او ثبات د پیاوړتیا، د حزبالله د بېوسلې کولو او له لبنان څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره د اړوندې هوکړې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی دی.
د راپور له مخې، دواړو هېوادونو په سوریه کې هم د ثبات او اقتصادي بیارغونې د پروژو د ملاتړ لپاره له سوریایي چارواکو سره د ګډ کار چمتووالی څرګند کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې د قطر او فرانسې مشرانو د دفاع، امنیت، انرژۍ او اقتصاد په برخو کې د دوهاړخیزې همکارۍ پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.