کابل (پژواک) – ایران وايي، جګړې افغانستان، پاکستان او عراق ته د دغه هېواد د توکو صادرات او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړي، خو د دغو ستونزو د هواري لپاره یې وړاندیزونه تصویب کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د حللارو موندلو هڅې روانې دي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، د جګړې له امله د ترانسپورټ او لوژستیک برخو کې رامنځته شوو ګډوډیو ګاونډیو هېوادونو ته د توکو د صادراتو او لېږد بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د هغه په وینا، د دغو ګډوډیو له امله یو شمېر ایراني صادروونکي نه شي کولای خپلې ژمنې په ټاکلي وخت پوره کړي او دغه وضعیت له سیمهییزو هېوادونو سره د سوداګرۍ پر بهیر هم اغېز کړی دی.
قنبري زیاته کړې، د رامنځته شوو ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه تصویب شوي او ټاکل شوې چې دا موضوع د ایران د سفارتونو او قونسلګریو له لارې له اړوندو هېوادونو سره تعقیب شي، څو د صادراتو او ترانزیټ پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لپاره مناسبې لارې چارې وموندل شي.
ایران افغانستان ته د توکو له صادروونکو هېوادونو دی او د ترانسپورټي لارو او سوداګرۍ بهیر کې هر ډول ګډوډي کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو پر لېږد اغېز وکړي.