کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د پاکستان د پنجاب ایالت په حافظاباد سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې پر مهال يو کس د خپلو دوو زامنو له خوا د تبر په ګوزارونو وژل شوی دی.
جیونیوز نن په يوه راپور کې د پولیسو په حواله لیکلي، د حافظاباد د کولو تارړ په سیمه کې یو کس د خپل ملګري او د هغه د زامنو ترمنځ د کرنیزې ځمکې د شخړې د هواري لپاره ورغلی و چې د پلار او زامنو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
پولیسو ویلي چې په همدې مهال تورنو کسانو د خپلې مور په لمسون د تبر په ګوزارونو خپل پلار او د هغه ملګری وژلي دي.
د سیمې د پولیسو مشر په وینا، د وژل شوي کس د بل زوی په شکایت د ونیکې تارړ پولیسو د قاتلينو او د هغوی د مور پر ضد قضیه ثبت کړې ده.
راپور کې راغلي چې یو تورن کس نیول شوی او د نورو تورنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.