کابل (پژواک) ـ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست وایي چې له شاه او عروس بند څخه د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته د اوبو د لېږد پروژې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښاریانو ته د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا او د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، له شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې تړون د پکتیا موج په نوم د اوبو رسولو یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.
سرچینه زیاتوي چې د دې ادارې اجرائيوي رییس مولوي غلامالرحمن کظیم، د تړون د لاسلیک مراسمو کې ویلي چې د یادې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو د وېش زمینه برابره شي.
خبرپاڼه کې راغلي، ورته مهال د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال ویلي چې د اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت د پرېکړې له مخې، انکشافي پروژې په دوو کاري شیفټونو کې پلې کېږي او ورته مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پروژو د تطبیق چارې روانې دي.
د نوموړي په وینا، په تېرو لسیزو کې په هېواد کې د پروژو د تطبیق دا ډول کاري تګلاره بېسارې ده.
سرچینې لیکلي، همدارنګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سوداګریز رییس انجنیر عبدالـمتین مطمئن وویل، د دې پروژې د سروې، ډیزاین، تطبیق او ګټې اخیستنې مسوولیت د پکتیا موج اوبو رسولو خصوصي شرکت ته سپارل کېږي چې د ازادې سیالۍ له لارې ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه کې د یاد شرکت د معلوماتو له مخې راغلي، د دې پروژې په ترڅ کې به په یوه ثانیه کې ۱۰۰ لېتره سطحي اوبه له شاه او عروس بند څخه او شاوخوا ۱۰۰ لېتره اوبه په یوه ثانیه کې له پنځو څاګانو د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته ولېږدول شي چې په دې توګه به په یوه ثانیه کې ټولټال ۲۰۰ لېتره اوبه یادې ناحیې ته انتقال شي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دې پروژې اټکلیز لګښت شاوخوا یو میلیارد افغانۍ دی.
دغه شرکت ویلي چې د دې پروژې تطبیق د اوبو رسولو د بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا، د خصوصي سکټور د پانګونې راجلبولو او له سطحي اوبو د اغېزناکې ګټې اخیستنې برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.