کابل (پژواک) – د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې حکومت به د معترضانو د «مشروع غوښتنو» د پوره کولو لپاره په «اساسي اقداماتو» لاس پورې کړي.
رویټرز راپور ورکړی چې مکرون د دوشنبې په ورځ د فرانسې په مارسی ښار کې خبریالانو ته ویلي: «ما له حکومت څخه غوښتي چې هغو مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي چې د دغه ټولنیز خوځښت ریښه جوړوي.»
د راپور له مخې، د فرانسې د لېسو د زدهکوونکو اتحادیې د پوهنې برخې ته د زیاتو سرچینو د ځانګړي کېدو او د پوهنتونونو د داخلې په بهیر کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.
راپور کې راغلی، ټاکل شوې وه چې د فرانسې لومړی وزیر سباستین لوکورنو د زدهکوونکو له اتحادیو سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د حکومت د اقداماتو په اړه معلومات ورکړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز ویلي چې ښايي د اکتوبر په ۳۱مه د لاریونونو پر مهال بیا هم ناکرارۍ رامنځته شي. نوموړي زیاته کړې چې د شنبې ورځې د لاریونونو پر مهال په ټوله فرانسه کې ۱٬۴۳۵ کسان نیول شوي دي.
د راپور له مخې، د فرانسې حکومت د شنبې ورځې لاریونونو لپاره ۷۰ زره پولیس ځای پر ځای کړي وو؛ خو په پاریس، مارسی او لیون ښارونو کې بیا هم د تاوتریخوالي پېښې رامنځته شوې.
دغه لاریونونه چې په لومړي سر کې زدهکوونکو د خپلې نارضایتۍ څرګندولو لپاره پیل کړي وو، وروسته پکې کارګري اتحادیې او د «ژېړ واسکټونو» خوځښت فعالان هم شامل شول. لاریونوال د ژوند د لوړو لګښتونو او د عامه خدمتونو د وضعیت په اړه اعتراضونه لري.
په همدې حال کې، د فرانسې د سوداګرۍ او صنایعو خونو د شبکې مشر ویلي چې د اکتوبر د ۱۷مې له تاوتریخوالو وروسته ګڼ دوکانونه د احتیاط له مخې تړلي پاتې شوي او د پلور کچه شاوخوا ۸۰ سلنه راټیټه شوې ده.