زبان

کندوز ښار (پژواک، ١٧ زمرى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د کندوز ولايت مقام، زندان، مرکزي چوک او ځينې نورې سيمې نيولې دي.

په کندوز کې امنيتي سرچيني وايي چې وسله والو طالبانو نن سهار د کندوز ښار پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي دي.

دغه سرچينه زياتوي چې طالبانو تر اوسه د کندوز ولايت مقام، مرکزي زندان، مرکزي چوک او ځينې نورې سيمې نيولې دي.

ده زياته کړه: ((دا مهال ځواکونه په سر دورې سيمه کې دي، د کندوز ښار او نورو سيمو د بېرته نيولو لپاره په پلانونو کار روان دى.))

دى زياتوي چې ٢١٧ پامير قول اردو او امنيې قوماندانۍ تر اوسه سقوط نه دى کړى او د جګړې لپاره پوره چمتوالى روان دى.

دغه راز د کندوز ښار يو تن هټۍ وال احسان الله پژواک ته وويل چې د يادې جګړې له امله د څپلکو په يوه سراى کې اور لګېدلى چې خلکو ته يې سخت مالي زيانونه اړولي دي.

خو بل لورته په کندوز کې د کومانډو ځواکونو د دويم کنډک قوماندان تاج محمد پژواک ته وويل چې طالبانو له تېرو ٢٤ ساعتونو راهيسې پر کندوز ښار بريدونه پيل کړي دي.

ده وويل : ((طالبانو هڅه کوله چې د کندوز ښار کليدي سيمې ونيسي خو خپلې دې هيلې ته ونه ورسېدل، د ډېرو جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې دي او ماته يې خوړلې ده.))

بل لورته طالبان بيا د کندوز د نيولو ادعا کوي.

د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو په کندوز ښار کې د ولايت مقام، قوماندانۍ، زندان، د استخباراتو مرکز، بالاحصار او ځينې نورې سيمې نيولې دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې وسله والو طالبانو، د نيمروز، سرپل او جوزجان ولايتونه هم نيولي دي.