ژبه

په فارياب کې راډيو صحت خپرونې پيل کړې

اورتاق

۳ مرغومی ۱۳۹۰ - ۱۷:۰۶

Views: ۶۲

ميمنه( پژواک ٣ مرغومى ٩٠): په لومړي ځل په فارياب ولايت کې يوې دولتي راډيو صحت خپرونې پيل کړې.

 دفارياب ولايت دعامې روغتيا مشر ډاکټر عبدالولي حليم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا راډيو ١٥ ورځې ازمايښتي خپرونې لري او نن (د مرغومي په ٣مه) يې رسمي خپرونې پيل کړې.

  هغه وويل،چې ددې راډيو په خپرونو کې روغتيايي مضمونونه،روغتيايي خبرونه، روغتيايي پيغامونه او روزنيز پروګرامونه شامل دي.

 حليم زياته کړه،چې راډيو صحت د ورځې شپږ ساعته خپرونې لري،چې د ناروې هېواد په مالي مرسته او دهغه ولايت د عامې روغتيا رياست په همکارۍ پر مخ ځي.

 سرچينې په ډاګه کړه،چې ديادې راډيو دخپرونو لګښت د ناروې هېواد له لوري د  ٢٠١٢ زېږديز کال ترپاى پورې ورکول کېږي.

 دهغه په وينا، د راډيو صحت فرکانس، تر سل کيلومتره پورې سيمه تر خپل پوښښ لاندې راوستى شي.

 دميمنې ښار اوسېدونکي محمدنسيم ،چې د ګرځنده ټېلېفون له لارې د صحت راډيو خپرونې اوري پژواک ته وويل: ((له نورو ټولو رسنيو څخه چې موسيقي خپروي دا راډيو ګټوره ده.))

 هغه په ډاګه کړه،چې د راډيوصحت له پيغامونو څخه يې ډېرڅه زده کړي، چې په ورځينو چارو او دکورنۍ په چاپريال کې يې مراعات کوي.

 دا مهال په فارياب ولايت کې د راډيو صحت ترڅنګ، دګوربت،تمنا،قوياش او ترکستان راډيوګانې خپرونې کوي.