میدانښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښېله امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د میدان ورګو ولایت د امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د سیداباد ولسوالۍ د دشت ټوپ په سیمه کې د یوه کرولاډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
امنیه قومانداني لیکلي چې په دغه پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون څلورو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان شويدي.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.