ژبه

په کندهار کې ١٦ وسلوال او ١٩ غله نيول شوي

کندهار (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠): د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي، چې روانه اونۍ په دغه ولايت کې د دوو د وژلو تر څنګ ١٦ وسلوال مخالفين او ١٩غله نيول شوي دي.

 د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق، چې نن يې د ولايت مقام له رسينو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اونيز امنيتي خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، چې ياد کسان د هغو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي او وژل شوي، چې د ګډو ځواکونو له لوري په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې ترسره شوي دي.

 هغه زياته کړه، دوه وسلوال مخالفين له پوليسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي او دغه راز ١٦ وسلوال مخالفين له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره د بېلابېلو چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

 د نوموړي په وينا، په نيول شوو توکو کې ٦ مخابرې او ٥٦ کړې ماينونه شامل دي، چې د پوليسو د انجنيري ټيم له لوري شنډ شوي دي.

 دى وايي، پوليسو په دې لړ کې له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټرسايکل هم نيولى، چې مخالفينو په دې سره غوښتل په کندهار ښار کې چاودنه وکړي.

 ده دغه راز وويل، چې په دې اونۍ کې يې په کندهار ښار کې د نشه يي توکو د پلورونکو او غلو پر ضد هم عمليات کړي، چې پر مهال يې ١٩ غله نيولي دي.

 جنرال رازق زياته کړه، چې تېره ورځ د کندهار په امنيې قوماندانۍ کې د ځانمرګي بريد پر مهال يو شمېر پوليسو په هرات بازار کې له ولسي وګړو سره ناوړه چلند کړى او د يو شمېر ولاړو موټرو ښيښې يې ماتې کړې وې، چې دى يې په اړه بښنه غواړي او چمتو دى، چې ټولو ته مالي تاوان ورکړي.

 هغه دا هم وويل، چې له هغو پوليس افسرانو او سرتېرو سره به قانوني چلند وکړي، چې له ولسي وګړيو سره يې بده رويه کړې ده.