کندهار ښار (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پر دوو ماين خښوونکو د خپل ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې دواړه ووژل شول.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د مرغومي په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې دوو ماين خښوونکو، نن ماسپيښين شاوخوا درې بجې د ميوند ولسوالۍ په موسى کلي کې پر عام سړک ماينونه خښول.
د هغه په وينا، دغو کسانو اووه ماينونه د سړک پر غاړه خښ کړي وو او د اتم ماين د خښولو پر مهال ورباندې خپل ماين وچاودېد او دواړه ووژل شول.
نوموړي وويل، چې د وژل شويو کسانو جسدونه امنيتي ځواکونو د موسى کلي اوسېدونکو ته وسپارل.
دى وايي، چې په ميوند ولسوالۍ کې د مېشتو امنيتي ځواکونو اړوند د انجنيرۍ ډلې سيمې ته تللې دي، ترڅو خښ شوي اووه واړه ماينونه شنډ کړي.
د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې وسله وال مخالفين تل پر عامو لارو کې ماينونه خښوي، چې زياتره وخت عامو وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
وسله والو طالبانو تر دې مهال د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.