کندهار ښار ( پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠ ) : د کندهار ولايت يو قومي مشر او د ډنډ ولسوالۍ داصلاحي شورا غړى نن سهار د ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شو.
د کندهار ولايت د مطوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار وخته په شپږو بجو دکندهار ښار د لسمې حوزې اړونده ساحه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ناپېژاندو وسلوالو ددې ولايت يوقومي مشر او د ډنډ ولسوالۍ داصلاحي شورا پر غړي حاجي احمد نعيم ، چې په حاجي اغا ماما مشهور و، ډزې وکړې او هغه يې وواژه.
د نوموړي په وينا، بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسلوالو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې اغاماما د کندهار د ولايتي شورا غړى و او ددوى د ملګرو لخوا وژل شوى دى.
په دې وروستيو کې وسلوالو مخالفينو په کندهار کې تر څه مودې نسبي ارامۍ وروسته خپلو بريدونو ته زور ورکړى، چې پکې د پوليسو تر څنګ لوړ پوړي دولتي چارواکي هم پکې په نښه شوي دي.
تېره اونۍ ددې ولايت امنيه قوماندان جنرال رازق له يوه ځانمرګي بريده روغ ووت ، خو د پنجوايي ولسوال په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.