کندهار (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): چارواکي وايي، چې په کندهار کې د موټر بم د چاودنې له امله ١٥ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د مرغومي په ٢٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپيښين شاوخوا يوه بجه د کندهار د هوايي ډګر په دروازه کې د بهرنيو ځواکونو پر کتار د موټر بم چاودنه وشوه، چې له امله يې ٧ ملکي وګړي ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، د موټر بم بريد د يوه شين رنګه کرولا ډوله موټر په وسيله ترسره شو، چې په لاره تېريدونکي ملکي وګړيو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د کندهار هوايي ډګر، د کندهار له مرکز څخه سپين بولدک ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره پروت دى.
ايوبي زياته کړه، چې په وژل شويو کې هم دوه ماشومان او په ټپيانو کې هم دوه ماشومان او يوه ښځه شامله ده.
د ده په خبره، وژل شوي او ټپيان ټول، د کندهار له مرکز څخه د سپين بولدک ولسوالۍ يا له سپين بولدک څخه د کندهار ښار ته پر لاره وو.
نوموړي په دې پېښه کې بهرنيو ځواکونو ته د زيان له اوښتو بې خبري وښوده.
د ولي جان په نوم د کندهار د هوايي ډګر د دروازې يوه پوليس او د پېښې عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړى پر خپله دنده بوخت و، چې ناڅاپه يوه درنه چاودنه رامنځ ته شوه.
نوموړي وويل، چې له چاودنې وروسته يې د ملکي خلکو مړي د سړک پر غاړه پراته وليدل او دغه راز يې يو بهرنى سرتېرى هم وليد ، چې پروت و او وينې ترې بهيدې.
د ده په وينا، د چاودنې له امله دوه د بهرنيو ځواکونو او يو د ملکي خلکو موټر په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
خو وسلوال طالبان بيا وايي، چې د بهرنيو اتباعو د مشاورينو په يو کروزين ډوله موټر د کندهار د هوايي ډګر په دروازه کې د موټر بم چاودنه شوې، چې له امله يې شپاړس بهرنيان وژلي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دغه بريد د احمد په نوم يوتن د تونس موټر په واسطه ترسره کړى ، چې له امله يې درې کروزين موټر هم له منځه تللي دي او د هوايي ډګر د نظام قراول ودانيو ته يې هم زيان اړولى دى.
ايساف ځواکونو پژواک ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې چاودنه په موټر کې د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکيو توکيو په وسيله رامنځته شوې .
خبرپاڼه زياتوي چې په پېښه کې يو شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو ايساف او افغان امنيتي ځواکونه يې په اړه تردې مهاله معلومات نه لري، خو د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.