کندهار (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د کندهار ولايت امنيه قوماندانۍ وايي، چې په روانه اونۍ کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ٤٥ وسلوال مخالفين، مجرمين او مشکوک وګړي له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، چې د مرغومي په ٢٩مه يې د ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو په مرکز کې اونيزې خبري غونډې ته معلومات ورکول، وويل، چې په دغو نيول شوو کې ١٢ وسلوال مخالفين، ١٨ جنايي مجرمين، ٤ د نشه يي توکو قاچاق کوونکي او ١١ تنه مشکوک وګړي شامل دي.
هغه زياته کړه، دغه کسان د کندهار ښار په ٨مه او ١٥مه حوزه، په ميوند، سپين بولدک او ژېړۍ ولسواليو کې نيول شوي، چې دغه مهال ترې پوښتنې روانې دي.
د نوموړي په وينا، له نيول شوو کسانو سره يو ځاى ٦٠ کړۍ ماينونه، ١ ميل دهشکه، ٩ فيره د هاوان مرمۍ، ٣ ميله کلاشينکوفونه، ١٠٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ١٢٤ کيلوګرامه چرس، ٢١ ګرامه هيرويين او ٥٥ بوتله الکول هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
هغه دغه راز وويل، چې سرحدي پوليسو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ٤٣٧٥ کيلوګرامه امونيم نايټريټ (کيمياوي سره)، چې په دوو تراکتورونو کې لېږدول کېدل او د چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي، نيولي دي.
د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، ترڅو د دغو توکو لېږدونکي هم ونيسي.
اطرافي زياته کړه، چې په روانه اونۍ کې وسلوالو مخالفينو د حاجي محمدنعيم په نوم يو قومي مشر په جومات کې د لمانځه پر مهال و واژه.
هغه وويل، دغه قومي مشر په حال کې ووژل شو، چې په جومات کې نورو ناستو کسانو په دې اړه نه پوليسو ته خبر ورکړ او نه يې هم وژونکي ونيول او هغوى له وخت نه وپه استفادې وتښتېدل.
نوموړي يو ځل بيا له خلکو وغوښتل، چې د دغه ډول پېښو پر مهال دې يا په خپله اقدام وکړي او يا دې هم لږ تر لږه نږدې امنيتي پوستې ته خبر ورکړي، تر څو هم خپله او هم يې ټولنه په امن کې ژوند وکړي.
د امنيت امر و منله، چې په دې وروستيو کې د کندهار امنيتي وضعيت، چې د څو مياشتو لپاره ښه شوى و، بېرته ګډوډ شوى دى او لامل يې هم پخوا کندهار د طالبانو مرکزيت وباله.
خو هغه ډاډ ورکړ، چې د امنيتي حالت د لا سمون لپاره پراخ امنيتي ګامونه پورته شوي او د دغه ولايت په ډېرز سيمو کې د پوليسو شمېر زيات شوى دى.