ژبه

افغان سرحدي ځواکونو پاکستانيان نه بلکې ماين خښوونکي افغانان وژلي

کندهارښار (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): د کندهار د ولايت مقام وايي، چې سرحدي ځواکونو پاکستانيان نه، بلکې دوه ماين خښوونکي افغانان يې وژلي دي.

پاکستانيو رسنيو پرون خبر ورکړى و، چې د جمعې په ورځ افغان سرحدي ځواکونه د بلوچستان ايالت د ژوب سيمې ته يو کيلومتر دننه راغلي وو او دوه ځايي اوسېدونکي يې وژلي دي.

خو دکندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي، چې دا پېښه د پاکستان په خاوره کې نه، بلکې دکندهار د معروف او د زابل د شملزو ولسواليو په منځنۍ ساحه جنګي کلا کې رامنځ ته شوې ده.

هغه د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده سيمه د افغان خاورې په ٤٠٠ سوه مترۍ کې موقعيت لري او وژل شوي کسان ماين خښوونکي وو.

دنوموړي په وينا،سرحدي ځواکونو له دغو کسان څخه پنځه کړۍ ماينونه او کلاشينکوفونه هم ترلاسه کړي او دغو کسانو غوښتل، چې په ياده سيمه کې افغان امنيتي ځواکونو ته ماينونه خښ کړي.

ايوبي وايي، چې د وژل شويو کسانو هويت معلوم شوى، هغوى افغانان دي او د زابل ولايت سپين ږيرو يې د مړو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

خو د نوموړي په وينا، ځايي مسوولينو دغه جسدونه سپين ږيرو ته نه دي سپارلي او ورته ويلي يې دي، چې مړي به يې د هغوى خپلو کورنيو ته وسپاري.

بلخوا بي بي سي راپور ورکړى، چې د بلوچستان ځايي حکومت په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت ته يو مکتوب لېږلى، څو د وژل شوو کسانو د جسدونو د  لېږدولو په موخه د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکه ونيسي.

سرچينې زياته کړې، چې افغان ځواکونو دغه عمليات د پاکستان په خاوره کې د سعدالله کاکړ په نوم د يوه ځايي اوسېدونکي پر کور په دې بهانه کړي، چې ګواکې په کور کې يې وسلوال طالبان پټ شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې افغان ځواکونو له دغه کور څخه دوه تنه وړي او بيا يې وژلي  دي.

خو د کندهار د والي وياند دغه ادعا رد کړه.

ورته موضوع